د پاكستان امن مشنز فعاله كولو له د مناسب وسائلو باوري كولو په حاجت زور

ملګري ملتونه ۔10ستمبر(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو امن كارروايۍ مؤثره كولو له د مناسب وسائلو باوري كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي دا مشنز بايد د ښكاره ترجيحات ٬ د ترلاسه كېدو وړ هدفونو او فعاله قيادت سره تشكيل كړے شي دغسې چې د شخړو د بنيادي لا ملونو حل ته رسېدل ممكن شي ٬ جنګ بندۍ په ځايې وساتلې شي او خبرو اترو ته وده …

ملګري ملتونه ۔10ستمبر(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو امن كارروايۍ مؤثره كولو له د مناسب وسائلو باوري كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي دا مشنز بايد د ښكاره ترجيحات ٬ د ترلاسه كېدو وړ هدفونو او فعاله قيادت سره تشكيل كړے شي دغسې چې د شخړو د بنيادي لا ملونو حل ته رسېدل ممكن شي ٬ جنګ بندۍ په ځايې وساتلې شي او خبرو اترو ته وده وركړې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم افتخار احمد په سلامتي كونسل كښې په امن مشنز يو بحث په مهال ووئيل د ملګرو ملتونو د امن مشن نظام كومه چې يو مؤثره وسله ده نن د وسائلو كمي او محدود مېنډېټ په شمول يو شمېر خطرو سره مخ دے۔ مونږ له به نه يوازې دا محفوظول وي بلكې دا به د سباؤن تقاضو سره سم او لا مؤثره كول هم وي۔ ده ووئيل د وګړو تحفظ بايد د امن مشنز بنيادي مقصد وي او دې ته يوازې د اخلاقي فرض نه بلكې د تزويراتي ضرورت په توګه وكتلې شي۔ ده ووئيل پاكستان ملګرو ملتونو سره ولاړ دے او د دې عملي ثبوت دا دے چې پاكستان د ملګرو ملتونو په 48 مشنز كښې 2.5 لکه څخه زيات اهلكار تعينات كړي په كومو كښې چې 182 اهلکارو د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ سفير عاصم افتخار زياته كړه چې د ملګرو ملتونو مستقل فوجی مبصر ګروپ ( یو اېن اېم او جی آئی پی ) كوم چې په جمو و کشمیر كښې تعينات دے، د پاكستان امن سره د پېوستون ثبوت دے۔ د خپلې وېنا په پايه كښې ده ووئيل سلامتی کونسل او د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو له به دې مقصد لپاره بشپړ سياسي ملاتړ او مناسب وسائل باوري كول وي ځكه چې دا نړيوال امن او سلامتيا لپاره زمونږ د ګډ عزم اصل امتحان دے

مزید خبریں