پاکستان ايس ايم ايز د تل پاتي پرمختګ انجڼ او د يو جامع صنعتي انقلاب په محرك د بدلولو عزم لري۔هارون اخترخان

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) صنعت او پېدوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د وزيراعظم وژن له مخې پاكستان د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار (اېس اېم ايز) د تل پاتي پرمختګ انجڼ او د يو جامع صنعتي انقلاب په محرك د بدلولو عزم لري۔ ده دا خبرې د ډي-8 اېس اېم اي ګورنمنټل باډيز غونډې وړومبي ورچوئل سېشن او په رسمي توګه …

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) صنعت او پېدوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د وزيراعظم وژن له مخې پاكستان د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار (اېس اېم ايز) د تل پاتي پرمختګ انجڼ او د يو جامع صنعتي انقلاب په محرك د بدلولو عزم لري۔ ده دا خبرې د ډي-8 اېس اېم اي ګورنمنټل باډيز غونډې وړومبي ورچوئل سېشن او په رسمي توګه په اتمه غونډه كښې د ګډون په مهال كړې۔ هارون اختر خان ووئيل په پرمختګ كوٶنكو معيشتونو كښې اېس اېم ايز په مجموعي قامي پېداوار كښې نزدې 40 فيصده برخه لري۔ ده ووئيل اېس ايم ايز د روزګار موقعې راپېدا كوي٬ ده ووئيل جدت راوستلو او غربت كمولو لپاره د اېس اېم ايز قوي كول ضروري دي۔ په غونډه كښې د صنعت او پېداوار سېكرټري سېف انجم او د سميډا سي اي او سوقرات امان هم موجود وٶ۔

مزید خبریں