اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف تركيه سره تجارت، سرمايه كاري، ټيكنالوجي او د دفاع پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې لا قوي كولو لپاره د پاكستان د غېر متزلزل عزم پخلے كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم دا خبرې د تركيه د قامي دفاع وزير ياسر ګلر په خبرو كښې كړې چا …
وزيراعظم شهباز شريف سره د تركيه د قامي دفاع وزير ياسر ګلر وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف تركيه سره تجارت، سرمايه كاري، ټيكنالوجي او د دفاع پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې لا قوي كولو لپاره د پاكستان د غېر متزلزل عزم پخلے كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم دا خبرې د تركيه د قامي دفاع وزير ياسر ګلر په خبرو كښې كړې چا چې په وزيراعظم هاٶس كښې دوي سره ليدلي دي ٬ ياسر ګلر د پاك ترك مشتركه وزارتي كميشن د شريك چيئرمېن په حيث د پاكستان په دوره دے٬ د تركيه د دفاع وزير او د ھغه د پلاوي تود هركلي كولو سره وزيراعظم د پاكستان او د تركيه ترمېنځه د تاريخي او ورورولۍ اړيكو ذكر وكړو كومې چې په مشتركه تاريخ، كلتور او شريك احترام اډانه دي۔ ده د دوه اړخَيزه اړيكو په مثبت رجحان د اطمينان څرګندونه وكړه او تجارت، سرمايه كارۍ، ټيكنالوجي او د دفاع پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې تركيه سره د مرستې لا قوي كولو لپاره يې د پاكستان د غير متزلزل عزم پخلے وكړو۔ د اېس سي او مشرانو غونډې په موقع په چين كښې صدر رجب طيب ايردوان سره د خپل ملاقات ذكر كولو كښې ده د قيادت پشمول په ټولو كچو پرله پسې د رابطو د لارې د پاك تركيه اړيكو لا قوي كولو لپاره هم د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔وزيراعظم په خاص توګه د مشتركه هلو ځلو د لارې دوه اړخيزه تجارت كښې د 5 اربه ډالرو د شريك هدف سر كولو لپاره د كار كولو په ضرورت زور راوړٶ۔ د ملاقات نه وروستو د وزيراعظم لخوا د تركيه د دفاع وزير او د پاك ترك مشتركه وزارتي كميشن غړو په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا هم وركړې شوه۔







