د دفاع وزير خواجه آصف سره د ترکيه خپل هم منصب ياسر ګولر وليدل

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) ترکيه او د پاکستان دفاع وزيرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دفاعي صنعتي مرستې، مشترکه تربيي او په رسمي شريكو پوځي مشقونو زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د دفاع وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د تركيه د دفاع وزير ياسر ګولر د پاكستان خپل همڅنګ خواجه آصف سره ليدلي دي ٬ دواړو د پاكستان او تركيه ترمېنځه د قوي …

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) ترکيه او د پاکستان دفاع وزيرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دفاعي صنعتي مرستې، مشترکه تربيي او په رسمي شريكو پوځي مشقونو زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د دفاع وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د تركيه د دفاع وزير ياسر ګولر د پاكستان خپل همڅنګ خواجه آصف سره ليدلي دي ٬ دواړو د پاكستان او تركيه ترمېنځه د قوي دوه اړخيزه دفاعي اړيكو توثيق وكړو٬ دواړو وزيرانو د پاكستان او تركيه اړيكې ٬ “دوه هېوادونه٬ يو قام” او د “زړه نه زړه” په توګه بيان كړې۔ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو په خاص توګه په دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير خواجه آصف پاکستان لپاره د تركيه د پرله پسې ملاتړ او امنيت ٬ د ترهګرۍ مخنيوي او د سيمه ايزې مرستې په څانګو كښې په مرستې د اطمينان څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں