د پاکستان او قازقستان ترمېنځه د پلاويو په كچه خبرې٬ د قازقستان صدر د پاكستان راتلونكې دوره كښې كېدونكو لوظنامو او د مفاهمت ياددښتونو ته د حتمي شكل وركولو امر

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او د قازقستان نائب وزيراعظمانو د قازقستان صدر د پاكستان راتلونكې دوره كښې كېدونكو لوظنامو او د مفاهمت ياددښتونو ته د حتمي شكل وركولو امر كړے دے۔ د نهې په ورځ د پاکستان او قازقستان ترمېنځه د پلاويو په كچه خبرې په اسلام آباد كښې شوي د كومې مشري چې په د پاکستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او …

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او د قازقستان نائب وزيراعظمانو د قازقستان صدر د پاكستان راتلونكې دوره كښې كېدونكو لوظنامو او د مفاهمت ياددښتونو ته د حتمي شكل وركولو امر كړے دے۔ د نهې په ورځ د پاکستان او قازقستان ترمېنځه د پلاويو په كچه خبرې په اسلام آباد كښې شوي د كومې مشري چې په د پاکستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د قازقستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير مراد نرتليو په ګډه وكړه ۔ د قازقستان نائب وزيراعظم سره د هېواد د ټرانسپورټ و تجارت وزيرانو٬ د آئي ټي او زراعت نائب وزيران او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د پلاويو په كچه د خبرو نه وړاندې د قازقستان پلاوي د پاکستان د مواصلات وزير، د رېلوے وزير او د تجارت وزير سره ملاقاتونه شوي٬ د دې نه علاوه د آئي ټي او د زراعت په څانګو كښې د مشتركه وركنګ ګروپس غونډه هم شوې ٬ پلاوي د نيشنل ايروسپيس سائنس اينډ ټيکنالوجي پارك (NASTP) دورہ هم وكړه دغسې چې د آئي ټي په څانګه كښې مرسته مخ په وړاندې بوتللې شي٬ د قازقستان نائب وزيراعظم د پاکستان کاروباري نمائندګانو سره هم ملاقات وكړو ٬ د خبرو په مهال دواړه ډلو د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخست او د تجارت او سرمايه کارۍ ودې، زراعت كښې د مرستې په پراختيا، آئي ټي، تعليم، كلتور او د سېلګرۍ په څانګو كښې شراکت داري زياتولو او د لاجسټکس او ټرانسپورټ د لارې سيمه ايز روابط په مستحكم كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬ د دې نه علاوه په ګڼ اړخيزه فورمز مرسته لا زياتولو ته هم سلاح يوه شوه٬ دواړو ډلو په نومبر كال 2025 كښې د قازقستان صدر د پاكستان دورې چمتو والي نيولو ته هم حتمي شكل وركړو ۔ د يادونې وړ ده د قازقستان صدر په آخري ځل په كال 2003 كښې د پاكستان دوره كړې وه٬ د پلاويو په كچه د خبرو نه وروستو دواړو مشرانو د خارجه وزارتونو ترمېنځه د مرستې په اېكشن پلان لاسليك وكړو ٬ دا منصوبه د سياست، معيشت او تجارت، دفاع او سلامتيا، سائنس او ټيکنالوجي، كلتور، سېلګرۍ، بشري همدردۍ په بنياد مرستې او د قونصلر سهولتونو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې لپاره يو منظم روډ مېپ وركوي٬ دا اقدام د دواړو خارجه وزيرانو ترمېنځه باقاعدہ مشاورت ته ادارہ جاتي شکل وركوي او اړيكو لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه كوي٬ ايکشن پلان خپلول د دواړو هېوادونو د قيادت او قوي سياسي عزم څرګندونه ده چې د لارې به يې د دواړو هېوادونو اړيكې د شريك باور، مشترکه اقدار او سيمه ايز امن او خوشحالۍ لپاره د يو ځالانده سباٶن په تناظر كښې لوړو كچو ته رسولې شي٬ دواړو نائب وزيراعظمانو خپلو ډلو ته امر وكړو چې د قازقستان صدر د پاكستان راتلونكې دورې په مهال كېدونكو لوظنامو او د مفاهمت ياددښتونو ته حتمي شكل وركړي۔

مزید خبریں