اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي د پاكستان او تركيه ترمېنځه مرستې ته د ودې وركولو بلها موقعې موجود دي٬ زرعي څانګه او د اقتصادي زونز پشمول نورو څانګو كښې به مرسته مخ په وړاندې بوځو۔ دا خبره ده د پاك تركيه مشتركه بين الوزارتي كميشن غونډې نه وروستو د تركيه وزير سره په ګډه ميډيا سره په خبرو كښې …
د پاكستان او تركيه ترمېنځه مرستې ته د ودې وركولو بلها موقعې موجود دي۔ جام كمال خان

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي د پاكستان او تركيه ترمېنځه مرستې ته د ودې وركولو بلها موقعې موجود دي٬ زرعي څانګه او د اقتصادي زونز پشمول نورو څانګو كښې به مرسته مخ په وړاندې بوځو۔ دا خبره ده د پاك تركيه مشتركه بين الوزارتي كميشن غونډې نه وروستو د تركيه وزير سره په ګډه ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د مشتركه بين الوزارتي كميشن راتلونكې غونډه به په انقره كښې كېږي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت ته ودې وركولو لپاره به د نور پروټوكول لوظنامې كولې شي۔ ده ووئيل په بين الوزارتي غونډه كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې جاج اخستلے شوے، تجارت او شريكې اړيكې به لا قوي كولې شي۔ وفاقي وزير جام كمال ووئيل صحت ، تعليم ، سكل ډويلپمنټ او د دفاعي مرستې به د نن لوظنامو له مخئ مخ په وړاندې بوتللې شي۔ ده ووئيل زمونږ ډله د دې لوظنامې تشكيل لپاره ډېره په خوارۍ كار كوي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان برآمدي صلاحيت لري او دې څخه به بشپړه ګټه پورته كولې شي۔ ده ووئيل په نننۍ غونډه كښې په جوائنټ اكنامك كميشن او د ټولو چارو په طريقه كار او پروټوكول خبرې شوي دي او د دې نه وروستو به په نور پروټوكولز لاسليك كولې شي۔ ده ووئيل د نن ملاقات د تركيه صدر او د وزيراعظم شهباز شريف ترمېنځه د شوو ملاقاتونو د تسلسل په سبب ممكن شوے دے۔







