اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاكستان او قازقستان ترمېنځه د ورورولۍ قوي اړيكې قائم دي٬ د شےېكې خوښې په يو شمېر څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له خوښي لرو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د قازقستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير مورات نورتيلو …
پاكستان او قازقستان د شريكې خوښې په يو شمېر څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو له خوښي لري٬ د وزيراعظم شهباز شريف د قازقستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير مورات نورتيلو سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاكستان او قازقستان ترمېنځه د ورورولۍ قوي اړيكې قائم دي٬ د شےېكې خوښې په يو شمېر څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له خوښي لرو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د قازقستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير مورات نورتيلو سره په خبرو كښې كړې چا چې دوي سره په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي دي ۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران عبد العليم خان، احد خان چيمه، حنيف عباسي، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او خارجه سيكرټري هم موجود وٶ۔ وزيراعظم د قازقستان د نائب وزيراعظم د پاكستان د وړومبۍ دورې هركلي كولو سره د قازقستان صدر قاسم جومارت توكايوف لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه قوي اړيكې قائم دي او دواړه هېوادونه د شرېكې خوښې په يو شمېر څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو خوښي لري ۔ وزيراعظم قازقستان سره دوه اړخيزه تجارت، سرمايه كاري، رابطې (فضائي، ريل او د سړك د لارې) او د اولس په كچه رابطو لپاره د پاكستان خوښي څرګنده كړه۔ وزيراعظم ووئيل د قازقستان د صدر د پاكستان دوره به ډېره د اهميت وړ وي۔ وزيراعظم بېلا بېلو مفاهمتي يادداښتونو او د غور لاندې لوظنامو ته حتمي شكل وركولو لپاره يو پلاوې استانه ته د لېږلو وړاندېز وركړو٬ دواړه ډلې په دې لړ كښې د تېرو څو مياشتو نه په رسمي توګه خبرې كوي او هيله لرو چې د سږ كال په پائې كښې به د قازقستان صدر دورې په مهال به دواړو هېوادونو ترمېنځه په مهمو مفاهمتونو او لوظنامو لاسليك اوشي۔ د قازقستان نائب وزيراعظم په ښه مېلمستيا كولو د وزيراعظم مننې كولو سره وزيراعظم د خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره د خپلو تفصيلي خبرو نه خبر كړو۔ ده ووئېل چې د صدر توكايوف د اسلام آباد راتلونكې دوره به ډېره تاريخي او كاميابه وي او دې سره به د دواړو هېوادونو په اړيكو كښې نوې باب پرانستلې شي







