وفاقي وزير جام کمال خان او د قازقستان وزير ارمان شکالييف وليدل

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او قازقستان د تجارت وزيرانو د دې عزم څرګندونه كړې ده چې د دواړو هېوادونو تاريخي او كلتوري اړيكې به په جامع اقتصادي شراكتدارۍ بدلوٶ٬ دواړو ډلو تجارت، صنعتي مرسته او سيمه ايزو روابطو ته ودې وركولو لپاره د مشترکه وژن توثيق وكړو۔ د نهې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخئ دا عزم په اسلام آباد كښې د تجارت …

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او قازقستان د تجارت وزيرانو د دې عزم څرګندونه كړې ده چې د دواړو هېوادونو تاريخي او كلتوري اړيكې به په جامع اقتصادي شراكتدارۍ بدلوٶ٬ دواړو ډلو تجارت، صنعتي مرسته او سيمه ايزو روابطو ته ودې وركولو لپاره د مشترکه وژن توثيق وكړو۔ د نهې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخئ دا عزم په اسلام آباد كښې د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان او د قازقستان د تجارت وزير ارمان شکالييف ترمېنځه ملاقات كښې وشو۔ وفاقي وزير د قازقستان د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل پاكستان قازقستان سره د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د دې په پراخه اقتصادي شراكتدارۍ د بدلولو خوښي لري۔ د ملاقات په مهال دواړو د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم خبرې وكړې۔

مزید خبریں