اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د پرمختيائي ادارې (یو اېن ډی پی) او د ملګرو ملتونو پروګرام UN-Habitat شراكت او د جاپان د نړيوالې همكارې ادارې جائیکا مالي مرستې سره خېبر پښتونخوا كښې د تعلیمی ډھانچې ښه كولو او كوچنيانو لپاره د قدرتي آفتونو څخه د محفوظ تعليمي چاپېريال باوري كولو منصوبه روانه ده۔ د يو اېن ډی پی له مخې دې منصوبې څخه به 31 زره …
په خيبر پښتونخوا كښې قدرتي آفتونو څخه د تعليم محفوظ چاپيريال باوري كولو منصوبې څخه به 31 زره زده كوؤنكې ګټه پورته كړي : يو اين ډي پي

مزید خبریں
اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د پرمختيائي ادارې (یو اېن ډی پی) او د ملګرو ملتونو پروګرام UN-Habitat شراكت او د جاپان د نړيوالې همكارې ادارې جائیکا مالي مرستې سره خېبر پښتونخوا كښې د تعلیمی ډھانچې ښه كولو او كوچنيانو لپاره د قدرتي آفتونو څخه د محفوظ تعليمي چاپېريال باوري كولو منصوبه روانه ده۔ د يو اېن ډی پی له مخې دې منصوبې څخه به 31 زره څخه زيات زده كوؤنكي ګټه پورته كړي۔ د منصوبې مقصد سكولونه د زلزلو په شمول نورو قدرتي آفتونو څخه محفوظول دي۔ د ملګرو ملتونو پرمختيائي پروګرام او جائيكا دا ګډ اقدام به نه يوازې د تعليمي آسانيو لا ښه كولو له مرستياله ثابت شي بلكې دا به په ځايي كميونټيز كښې د باور بحالۍ او د زده كړو تسلسل باوري كولو كښې هم مهم كردار ترسره كړي۔ دا منصوبه د تلپاتي پرمختګ هدفونو (اېس ډی جیز) له مخې د تعليم په څانګه كښې د مثبت بدلون راوړلو عزم لري۔







