اسلام آباد 09 ستمبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د قازقستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير مرات نورتيلو په شريكه مشرۍ كښې د پلاوي په كچه خبرې د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې شوي چې پكښې د پاكستان او قازقستان ترمينځه د مرستې بشپړ جاج واخستلے شو ۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د تجارت او سرمايه كارۍ٬ كركيلې٬آئي …
د پاكستان او قازقستان د خارجه وزارت ترمينځه د مرستې په ايكشن پلان لاس ليك

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د قازقستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير مرات نورتيلو په شريكه مشرۍ كښې د پلاوي په كچه خبرې د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې شوي چې پكښې د پاكستان او قازقستان ترمينځه د مرستې بشپړ جاج واخستلے شو ۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د تجارت او سرمايه كارۍ٬ كركيلې٬آئي ټي٬تعليم ٬ كلتور٬سيلګرۍ٬ سكيورټي او لاجسټك كنيكټوټي ته ودې وركولو په اړه خبرې اترې وشوې ۔ خبرو كښې سږ كال نومبر كښې د قازقستان صدر د پاكستان دورې روډ ميپ ته حتمي شكل وركړے شو۔ د خبرو نه پس دواړو نائب وزيراعظمانو د پاكستان خارجه وزارت او قازقستان خارجه وزارت ترمينځه د مرستې ايكشن پلان هم لاس ليك كړو ۔







