د كركيلې په څانګه كښې به عصري مالياتي ماډلز كارول وي:د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د اكيومن پاكستان پلاوي سره خبرې

اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د كركيلې په څانګه كښی موسمیاتی موزونیت، غذائی تحفظ او په كليوالو سيمو كښې د روزګار موقعې زياتولو له عصري مالياتي ماډلز كارولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د نهې په ورځ دلته د اكيومن پاكستان د سي اي او او كنټري هېډ ډاكټر عائشه خان په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د ملاقات …

اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د كركيلې په څانګه كښی موسمیاتی موزونیت، غذائی تحفظ او په كليوالو سيمو كښې د روزګار موقعې زياتولو له عصري مالياتي ماډلز كارولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د نهې په ورځ دلته د اكيومن پاكستان د سي اي او او كنټري هېډ ډاكټر عائشه خان په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د ملاقات په مهال اكيومن ډلې د خزانې وزير پاكستان لپاره د 90 ملین ډالر په اېګرېکلچر ریزیلینس فنډ د شوي پېشرفت په اړه خبر كړو كوم چې د كركيلې په څانګه كښې موسمياتي بدلونونو سره موافقت لپاره د فنانس آسانۍ په توګه ډيزائن كړے شوے ۔ د خزانې وزير د اقدام ستائنې كولو سره ووئيل پاکستان موسمیاتی بدلونونو څخه زيات ځپلو كېدونكو هېوادونو كښې شامل دے۔ پاكستان په خپل زرعي معيشت كښې سنګينو چېلنجونو سره مخ دے۔ ده ووئيل د كركيلې په څانګه كښې موسمیاتی موزونیت، غذائی تحفظ او په كلي والو سيمو كښې د روزګار موقعې زياتولو له به عصري مالياتي ماډلز كارول وي۔ د خزانې وزير باور وركړو چې حکومت به د پاكستان د تلپاتي پرمختګ او د ماحولياتي لچك لرونكې تګلارې سره د مطابقت لرونكو اقدامات بشپړ ملاتړ كوي۔ په غونډه كښې ووئيل شول د اكيومن بورډ په غړو او په نړيوالو سرمايه كارو مشتمل د اعلی كچې يو پلاوې د پاكستان دوره كوي۔ پلاوې به په اسلام آباد ٬ لاهور او كراچۍ كښې مهمو همكارانو سره ملاقاتونه كوي۔ په غونډه كښې دواړو اړخونو په پاكستان كښې د مضبوط او تلپاتې زرعي څانګې پرمختګ لپاره مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں