اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) د امريكا د معدني او بنيادي اډانې څانګې سره تعلق لرونكو دوه نوموړو كمپنيو په پاكستان كښې معدنيات او لاجسټك څانګه كښې مرستې ،پولی میټالک ریفائنري جوړولو، د ټیکنالوجۍ منتقلۍ او د معدني وسائلو ویلیو ایډیشن سره په اړه د مفاهمت دوه تاريخي يادښتونه لاس ليك كړي دي٬ په اولني پړاؤ كښې د 500 ملین ډالرو سرمايه كارۍ منصوبه ده۔ د ګل په ورځ د …
وزيراعظم سره د نوموړو نړيوال كمپنيو په شمول د اعلی كچ امريكائي پلاوي ملاقات ، معدنيات او لاجسټك څانګه كښې مرستې ،پولی میټالک ریفائنري جوړولو، د ټیکنالوجۍ منتقلۍ او د معدني وسائلو ویلیو ایډیشن په ره د مفاهمت دوه يادښتونه لاس ليك شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) د امريكا د معدني او بنيادي اډانې څانګې سره تعلق لرونكو دوه نوموړو كمپنيو په پاكستان كښې معدنيات او لاجسټك څانګه كښې مرستې ،پولی میټالک ریفائنري جوړولو، د ټیکنالوجۍ منتقلۍ او د معدني وسائلو ویلیو ایډیشن سره په اړه د مفاهمت دوه تاريخي يادښتونه لاس ليك كړي دي٬ په اولني پړاؤ كښې د 500 ملین ډالرو سرمايه كارۍ منصوبه ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د معدنيات او بنيادي اډانې څانګې نوموړو نړيوالو كمپنيو یونائیټډ سټېټس سټرېټجک مېټلز(یو اېس اېس اېم)او موټا اېنګل ګروپ په شمول د لوړې كچې امريكائي پلاوي په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار، آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر او وفاقی وزيران هم موجود وو۔ پلاوې په پاكستان كښې د كان كنۍ په كارونو كښې د پراختيا موقعې لټولو او معدني وسائلو كښې د وېليو اېډيشن او د مرستيالې بنيادي اډانې رامخې ته كولو امكانات جاج اغستو لپاره د پاكستان دوره كوي۔ پلاوي وزيراعظم ، چیف آف آرمی سټاف، د پټروليم وفاقی وزیر او د تجارت وفاقي وزير سره د اعلی كچې ملاقاتونه وكړل او د پاكستان د پراخه معدني پنګو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقعه د دواړو حكومتونو ترمينځه د ناوياته ارضیاتي عناصرو او لاجسټک خذمامت په شمول د مهمو معدنياتو ودې او پراسېسنګ په ړه د مفاهمت دوه يادښتونه لاس ليك كړے شول۔ د مفاهمت يادښت له مخې په اولني پړاؤ كښې د پاكستان د مهمو معدنياتو په څانګه كښې نزدې د 500 ملين ډالر سرمايه كارۍ امكان دے۔ دا همكاري به د پاكستان او امريكې ترمينځه پخوانۍ دوه اړخيزه اړيكې له مضبوطې كړي او د تلپاتي پرمختګ ٬ د ټېكنالوجۍ منتقلۍ او د روزګار موقعې رامخې ته كولو نوي امكانات به په ډاګه كړي۔ دغسې نېشنل لاجسټکس کارپورېشن(اېن اېل سی) موټا-اېنګل ګروپ سره هم يو اېم او یو لاس ليك كړے شو ۔ دا ګروپ پاكستان سره د اوږدې مودې همكاري بحالول غواړي دغسې چې د ګروپ نړيوالې پوهې او مهارت څخه ګټه پورته كړې شي۔ د پلاوي دوره او په اېم او يوز لاس ليك د پاكستان كان كنۍ او لاجسټكس په څانګو كښی د نړيوالې سرمايه كارۍ راغب كولو هڅو كښې د يو سنګ ميل حېثيت لري۔







