تلپاتي پرمختګ له به جدت خپلول وي ٬ پاكستان د ټيكنالوجۍ په څانګه كښې د نړيوال لارښود جوړيدو اهليت لري : د وفاقي وزير احسن اقبال نړيوال سمټ ته خطاب

اسلام آباد۔9ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې تلپاتي پرمختګ له به جدت خپلول وي ٬ پاكستان د ټيكنالوجۍ په څانګه كښې د نړيوال لارښود جوړيدو اهليت لري۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د ’’ډیجیټل مېنوفېکچرنګ‘‘ په سرخط د 30 م نړيوال سمټ پرانستې سېشن ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده …

اسلام آباد۔9ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې تلپاتي پرمختګ له به جدت خپلول وي ٬ پاكستان د ټيكنالوجۍ په څانګه كښې د نړيوال لارښود جوړيدو اهليت لري۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د ’’ډیجیټل مېنوفېکچرنګ‘‘ په سرخط د 30 م نړيوال سمټ پرانستې سېشن ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل تلپاتي پرمختګ او په ټېكنالوجۍ كښې جدت لپاره اختراع ضروري ده٬ زمونږ نسل تختۍ څخه تر فائيوجي سفر ليدلے دے كوم چې په 6 لسيزو مشتمل دے په راروان دور كښې به د لسيزو دا سفر كه پاك پروردګار ته منظور وي 6 كاله څخه هم په كمه موده كښې بشپړ شي۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ په كال 1998 كښې وژن 2010 جوړ كړو نو په هغې كښې مو د هغه ټولو چارو احاطه وكړه كومو سره چې نن مونږ مخ يوو۔ خو د بده مرغه دوه كاله پس په هېواد كښې يو بدلون راغلو كوم چې هغه ټولې هڅې ردي ټوكرۍ ته لړه كړې۔ په كال 2013 كښې مو بيا حكومت ترلاسه كرو نو ګرد هېواد څخه زر ذهنونه جمع كولو سره مو وژن 2025 وركړو چې هدف يۍ تر كال 2025 هېواد د نړۍ په 20 لويو معيشتونو كښې شاملول وو۔ په كال 2017 د پاكستان ګلوبل برانډ سي پېك ؤ ٬ بيا په هېواد كښې يوه ګرانه تجربه وكړې شوه او د يو جوهري طاقت كنجي يو داسې ډرائيور ته وركړې شوه كوم چې د يونين كونسل د چلولو تجربه هم نه لرله۔ وفاقی وزیر ووئيل سياست دسوشل ميډيا لوبه نه ده ٬ مونږ د بده مرغه سياست د سوشل ميډيا يوه لوبه جوړه كړې ده۔ ده ووئيل د اړان پاكستان لاندې تر كال 2035 هېواد د يو ټريلين ډالر معيشت جوړول دي۔ ده زياته كړه چې د پاكستان سباؤن روښانه دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي نو پاكستان د ټېكنالوجي په څانګه كښې د نړيوال لارښود جوړېدو اهليت لري۔ ده ووئيل كوم هېواد چې اېټم بم جوړولې شي ٬ كوم هېواد چې جے اېف 17 الوتكه جوړولې شي هغه صنعتي مصنوعات ولې جوړولې نه شي۔

مزید خبریں