اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د سپريم كورټ آف پاكستان 156مه فل كورټ غونډه د ګل په ورځ په سپريم كورټ اسلام آباد كښې د چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيٰی آفريدي په مشرۍ كښې وشوه۔د سپريم كورټ د اولسي اړيكو څانګې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې په غونډه كښې د سپريم كورټ آف پاكستان معزز جج صاحبانو جسټس امین الدین خان، جسټس جمال خان مندوخیل، جسټس محمد …
د پاكستان چيف جسټس يحيٰی آفريدي په مشرۍ كښې د سپريم كورټ آف پاكستان 156مه فل كورټ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د سپريم كورټ آف پاكستان 156مه فل كورټ غونډه د ګل په ورځ په سپريم كورټ اسلام آباد كښې د چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيٰی آفريدي په مشرۍ كښې وشوه۔د سپريم كورټ د اولسي اړيكو څانګې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې په غونډه كښې د سپريم كورټ آف پاكستان معزز جج صاحبانو جسټس امین الدین خان، جسټس جمال خان مندوخیل، جسټس محمد علی مظهر، جسټس سید حسن اظهر رضوي ، جسټس شاهد وحید، جسټس مسرت هلالي ، جسټس عرفان سعادت خان، جسټس نعیم اختر افغان، جسټس ملک شهزاد احمد خان، جسټس عقیل احمد عباسي ، جسټس شاهد بلال، جسټس محمد هاشم خان كاكړ، جسټس محمد شفیع صدیقي ، جسټس صلاح الدین پنهور، جسټس شکیل احمد، جسټس عامر فاروق، جسټس اشتیاق ابراهیم ، جسټس علي باقر نجفي اور جسټس میاں ګل حسن اورنګزیب ګډون وكړو ۔ په ابتدا كښې چيف جسټس آف پاكستان ګډون كوونكو ته هركلے اووې او د سپريم كورټ رولز 1980 جاج اغستو لپاره د جوړې كړی كمېټۍ هڅې يې وستائېلې۔ده د كمېټۍ د همه ګير كار ستائنه وكړه كومې چې د معزز ججز او قانوني برادري آراﺀ مرتب كړې او د كومې په نتيجه كښې چې د سپريم كورټ رولز 2025 جامع مسوده جوړه شوه۔د كمېټۍ چيئرمېن جسټس شاهد وحيد فل كورټ ته د رولز په اړه بريفنګ وركړو۔تفصيلي غور نه پس فل كورټ په متفقه توګه وګرځوله چې د سپريم كورټ رولز 2025 يو”ژوندے دستاويز” دے د كوم چې وخت په وخت جاج اغستلې شي او ضروري تراميم بكښې كيږي۔فل كورټ به بېلو اړخونو د غور نه پس متفقه پريكړه وكړه چې دا مهال په عدالتي فيس كښې او سكيورټيز كښې د اضافې په تراميم دې عمل درآمد موخر كړے شي۔په دې لړ كښې معزز ججز٬ د بار استازو او نورو سټيك هولډرز په تجاويز دې كمېټۍ كښې غور وكړے شې دغسې چې د كمېټۍ سفارشات په رڼا كښې فل كورټ ته پريكړې لپاره وړاندې كړی شي۔چيف جسټس آف پاكستان دا پېشرفت يو مهم سنګ ميل وګرځولو كوم چې د دې خبرې څرګندونه ده چې عدليه د اداره جاتي ډهانچې قوي كولو او د سپريم كورټ رولز د عصري تقاضو له مخې متحرك او د موثره ساتلو عزم لري۔







