پېنډي 08 ستمبر (اے پي پي)د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف سره د متحده عرب امارات بحريه كمانډر ميجر جنرل حميد محمد عبدالله الرميثي نيول هيډكوارټرز كښې ملاقات كړے دے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬د منطقې په امنيتي صورتحال او به دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې نيول چيف ريجنل ميري ټائم …
د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف سره د يو اے اي بحريه كمانډر ميجر جنرل حميد محمد عبدالله الرميثي ملاقات٬د شريكې خوښې په چارو٬د منطقې په امنيتي صورتحال او په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېنډي 08 ستمبر (اے پي پي)د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف سره د متحده عرب امارات بحريه كمانډر ميجر جنرل حميد محمد عبدالله الرميثي نيول هيډكوارټرز كښې ملاقات كړے دے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬د منطقې په امنيتي صورتحال او به دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې نيول چيف ريجنل ميري ټائم سكيورټي پټرولز د لارې په منطقه كښې د امن او سلامتيا لپاره د پاك بحريه په اقدامات رڼا واچوله۔د متحده عرب امارات نيول فورسز كمانډر په منطقه كښې د بحري امنيت او استحكام په اړه د پاك بحريه هڅې وستائېلې۔هغه د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دفاعي اړيكو دائره كار لا قوي كولو عزم پخلې وكړو۔نيول هيډكوارټرز ته په راتګ د پاك بحريه مشر د خاص مېلمه هركلے وكړو او چټك ډلې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د متحده عرب امارات نيول فورسز كمانډر اوسنۍ دورې څخه د دواړو هېوادونو په خاص توګه د وسله والو ځواكونو ترمينځه اړيكو ته به لا وده ترلاسه شي۔







