اسلام آباد۔8ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د وزيراعظم د چين اوسنۍ دورې په مهال د پاکستان او چین ترمينځه په څلور كلنه اېكشن پلان موافقت كوټلے پېشرفت دے٬ دواړو هېوادونو د سباؤن همكاري د اېكشن پلان د لارې مرتب كړې ده٬ معيشت په سم لوري مخ په وړاندې روان دے٬ د مالي كال په اولنو دوو مياشتو كښې …
د پاك – چين په څلور كلنه ايكشن پلان موافقت كوټلے پيشرفت دے٬ معيشت په سم لوري مخ په وړاندے روان دے : احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔8ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د وزيراعظم د چين اوسنۍ دورې په مهال د پاکستان او چین ترمينځه په څلور كلنه اېكشن پلان موافقت كوټلے پېشرفت دے٬ دواړو هېوادونو د سباؤن همكاري د اېكشن پلان د لارې مرتب كړې ده٬ معيشت په سم لوري مخ په وړاندې روان دے٬ د مالي كال په اولنو دوو مياشتو كښې د پي اېس ډي پي لاندې د فنډ په اجراﺀ كښې 23.3 فیصد اضافه وشوه٬ سېلاب څخه وروستو به د بيا ودانۍ او بحالۍ په عمل كښې د تېر وخت تجربې كاروو۔ د ګل په ورځ د مياشتنيز پرمختيائي رپورټ اجراﺀ په موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل معيشت په سم لوري مخ په وړاندې روان دے٬ حكومت په برآمدات اډانه نمو باور لري په كومه كښې چې د نجي څانګې كردار زيات مهم دے۔ ده ووئيل د ګرانۍ په شرح كښې كمے راغلے دے۔ په برآمدات كښې د زياتوالي لړۍ روانه ده٬ په دوو مياشتو كښې د برآمدات حجم 5.11 اربه ډالر دے كوم چې تېر كال دومره موده كښې 5.07 ارب ؤ۔ درآمدات 14 فيصد زيات شوي دي۔ تېر كال دوو مياشتو كښې د 9.7 ارب ډالرو درآمدات شوي وو كوم چې سږ كال 11 ارب ډالره شوي دي۔ ده ووئېل په امپورټ كښې زياتوالي څخه دا ثابتېږي چې حكومت په خام مال كوم رعايتونه وركړې وو د هغې په نتيجه كښې نجي څنګه مشينري درآمد كوي۔ ده ووئيل د مالي كال په اولنو دوو مياشو كښې د پی اېس ډی پی لاند د فنډز په اجراﺀ كښې 23.3 فیصد اضافه شوې ۔ په مجموعي توګه د 150اربه روپو د فنډز جاري كولو منظوري وركړې شوې ده۔ وفاقي وزير ووئيل د پشكال بارانونو كښې د سېلاب د لاسه يو زر كسان په حق رسېدلې دي٬ د هېواد په بېلو برخو كښې مالونو او فصلونو ته زيان رسېدلے دے٬ وزيراعظم د زيانونو اندازه لګولو له كمېټي جوړه كړې ده۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم د چين اوسنۍ دوره يوه تاريخي دوره وه په كومه كښې چې وزيراعظم د چين مشرتابه سره ملاقاتونه وكړل۔ ده ووئيل په اولني ځل چين او پاكستان په ګډه كال 2029ﺀ لپاره څلور كلنه اېكشن پلان لاس ليك كړے او دا يو كوټلے پېشرفت دے۔ ده ووئيل راروان كال كښې به د پاک چین اړيكو 75 كلونه بشپړ شي٬ چين به په خلائي ټېكنالوجۍ كښې هم پاكستان سره مرسته كوي٬ پاكستان د چين په مرسته 2 سيارې لېږلې دي۔ په كال 2026ء كښې به د چين په مرسته د پاكستان خلاﺀ باز چينائي سټېشن ته ځي۔ ده ووئيل په كال 2028ء كښې به د پاكستان جوړ كړے شوے روور په سپوږمۍ كوز شي۔ ده ووئيل چين ته د پاكستاني برآمدات زياتولو له په اقدامات هم سلاح يوه شوې ده۔ دې مقصد لپاره وركنګ ګروپ جوړ كړے شوے ۔ ده ووئيل بزنس کنفرنس كښی د دواړو هېوادونو 1 زر څخه زياتو كاروباري شخصياتو ګډون وكړو٬ درې زره څخه زيات ميټنګز شوي ٬ دا د دواړو هېوادونو ترمينځه په نجي څانګه كښې اولنۍ تر ټولو لويه رابطه وه۔







