اسلام آباد۔8ستمبر(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د كشمير او فلسطين مسئلو د لاسه سيمه ايز او نړيوال امن ته پېښې خطرې په ډاګه كولو سره وئيلي دي پاكستان به د شخړو سولئيز حل لپاره د خبرو اترو او د ثالثۍ وكالت كوي٬ بېن الپارليماني سپيكرز كنفرنس خبرو اترو ٬ دوه اړخيزه احترام او مشغوليت ته ودې وركولو سره مونږ مهم كردار ترسره كولې شي۔ …
پاكستان به د شخړو سولئيز حل لپاره د خبرو اترو او ثالثۍ وكالت كوي: نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد۔8ستمبر(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د كشمير او فلسطين مسئلو د لاسه سيمه ايز او نړيوال امن ته پېښې خطرې په ډاګه كولو سره وئيلي دي پاكستان به د شخړو سولئيز حل لپاره د خبرو اترو او د ثالثۍ وكالت كوي٬ بېن الپارليماني سپيكرز كنفرنس خبرو اترو ٬ دوه اړخيزه احترام او مشغوليت ته ودې وركولو سره مونږ مهم كردار ترسره كولې شي۔ نائب وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د سږ كال نومبر مياشت كښې د كېدونكي بېن الپارليماني سپيكر كنفرنس په اړه د ګل په ورځ دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل يو اړخيزه ، د بلاک سیاست او د ملګرو ملتونو د چارټر د خلاف ورزۍ رجحان مخ په زياتېدو دے۔ نائب وزیر اعظم ووئيل د سلامتيا څخه پرته امن او له امن څخه پرته كوم پرمختګ امكان نه لري۔ ده ووئيل له کشمیر څخه تر فلسطین پخوانۍ شخړې سيمه ايز او نړيوال امن لپاره خطرې دي۔ ده ووئيل نړۍ د موسمياتي بدلون منفي اغېزو مشاهده كوي او د ماحولياتي بدلونونو د لاسه رامخې ته كېدونكي آفتونه او په نړيوال مالياتي نظام كښې ساختي كمے نړيوال عدم مساوات او بې وزلي زياتوي كوم چې زمونږ پرمختيائي هدفونو ته زيان رسوي۔ ده په نړيواله مالياتي ډھانچه كښې د اصلاحات د لارې په بې وزلۍ او نړيوال عدم مساوات د قابو موندلو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل بېن الپارلیمانی سپیکرز کنفرنس خبرو اترو ، دوه اړخيزه احترام او مشغوليت ته وده وركولو سره مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل دا ډول اقدامات د پاكستان د پراخه خارجه پالېسۍ عكاسي كوي۔ نائب وزيراعظم ووئيل مونږ د شخړو سولئيز حل لپاره د خبرو اترو ٬ ثالثۍ ٬ د سيمه ايزو او ذېلي تنظيمونو او د عمومي سېكتر د زيات نه زيات استعمال وكالت كوو۔ د موسمياتي بدلونو خطرو ذكر كولو سره ده ووئيل پاكستان يو وارې بيا تباهي كونكو سېلابونو سره مخ دے چې له امله يۍ د لكھونو په شمېر وګړي بې كوره شوي او زيات ځاني او مالي زيان شوے دے۔







