اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)نېشنل ايمرجنسيز آپرېشن سينټر پنجاب٬سندھ او بلوچستان كښې راتلونكو د 12 نه تر 24 ساعتو په مهال د بارانونو د لاسه ٬د اوبو لاندې سيمو كښې د سيلابي صورتحال٬خوړونو كښې د سيلاب او غرئيزو سيمو كښې د خاورو كمرو رالوېدو الرټ جاري كړے دے۔د ګل په ورځ د اين ډي ايم اے لخوا جاري شوي بيان له مخې …
اين ډي ايم اے په ټول هېواد كښې د سختو بارانونو٬د اوبو لاندې سيمو كښې د سېلابي صورتحال٬خوړونو كښې سيلاب او غرئيزو سيمو كښې د خاورو كمرو رالوېدو الرټ جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)نېشنل ايمرجنسيز آپرېشن سينټر پنجاب٬سندھ او بلوچستان كښې راتلونكو د 12 نه تر 24 ساعتو په مهال د بارانونو د لاسه ٬د اوبو لاندې سيمو كښې د سيلابي صورتحال٬خوړونو كښې د سيلاب او غرئيزو سيمو كښې د خاورو كمرو رالوېدو الرټ جاري كړے دے۔د ګل په ورځ د اين ډي ايم اے لخوا جاري شوي بيان له مخې د پنجاب په شمال ختيز او سوئېلي ضلعو كښې راتلونكو د 12 نه تر 24 ساعتو په مهال دمه په دمه د باران امكان دے٬ ګوجرانواله، سیالکوټ، لاهور، حافظ آباد، فیصل آباد، چنیوټ او سرګودها پشمول بيلو سيمو كښې دمه په دمه د بارانونو امكان دے۔ملتان، لیه، خانیوال، وهاړی، بهاولپور، بهاولنګر،مظفرګړھ، ډیرہ غازی خان، خانپور، راجن پور، لیاقت پور، ظاهرپیر،صادق آباد او رحیم یار خان په سيمو كښې د سخت طوفاني بارانونو امكان دے۔د اوبو لاندې سيمو كښې د سېلاب صورتحال٬خوړونو كښې د سېلاب او غرئيزو سيمو كښې د خاورو كمرو رالوېدو اندېښنه ده۔د سندھ سوئېلي ضلعو كښې راتلونكو 12 نه تر 24 ساعتنو په مهال د طوفاني هواګانو سره د سختو بارانونو امكان دے٬سوئېلي ضلعو پشمول ټھټھه، بدین، تھرپارکر، مټھی، عمر کوټ، میرپور خاص، ټنډو محمد خان، ټنډو آدم، حیدرآباد، کراچی او خوا او شا سيمو كښې د باران امكان دے۔د سندھ په بره او مينځنيو ضلعو كښې راتلونكو 12 نه تر 24 ساعتو په مهال دمه په دمه د باران امكان دے۔ سکھر، لاړکانه، شهید بینظیر آباد، خیرپور، دادو، جیکب آباد، کشمور، جامشورو او خوا او شاه سيمو كښې هم د باران امكان دے۔ د بلوچستان په ګڼ شمېر ضلعو كښې هم د 12 نه تر 24 ساعتو په مهال دمه په دمه د بارانونونو امكان دے۔ ژوب، لورالائی، سبی، ډیرہ بګټی، سوئی، خضدار، آواران، بارکھان او لسبیله سيمو كښې د طوفان سره د باران امكان دے۔ د خاورو كمرو لوېدو او خوړونو كښې د سېلاب اندېښنه ده ٬ د سفر نه وړاندې موسمي صورتحال كتل غواړي ۔ دتندو هواګانو او باران سره د كمزورې اونو رالوېدو او د بجلۍ بندېدو هم امكان دے







