پاکستان او چین د نيغ په نيغه پروازونو پراختيا ته سلاح شول

اسلام آباد۔8ستمبر (اے پي پي) پاکستان او چین د دواړو هېوادونو ایئرلائنز ته نيغ په نيغه پروازونو پېل كولو او د موجودہ پروازونو شمېره كښې زياتوالي راوستو ته اتفاق کړے دے ۔ دا پرېكره د ’’چین-پاکستان ایکشن پلان (2025-2029)‘‘ برخه ده په كوم چې په اوسنو كښې بیجنګ كښې لاس ليك شوے ۔ویلتھ پاکستان ته د منصوبې تر لاسه دستاوېز تر مخه شهري هوابازي په اولسي كچه د روابطو پراخه …

اسلام آباد۔8ستمبر (اے پي پي) پاکستان او چین د دواړو هېوادونو ایئرلائنز ته نيغ په نيغه پروازونو پېل كولو او د موجودہ پروازونو شمېره كښې زياتوالي راوستو ته اتفاق کړے دے ۔ دا پرېكره د ’’چین-پاکستان ایکشن پلان (2025-2029)‘‘ برخه ده په كوم چې په اوسنو كښې بیجنګ كښې لاس ليك شوے ۔ویلتھ پاکستان ته د منصوبې تر لاسه دستاوېز تر مخه شهري هوابازي په اولسي كچه د روابطو پراخه فریم ورک تر مخه د مرستې يوه مهمه څاڼګه ګرځولې شوې ده ۔ د دستاویز تر مخه دواړه هېوادونه به د شهري هوابازۍ په اړه مرسته مضبوطوي د كومې تر مخه به چې ایئرلائنز ته د نويو روټس پېل كولو او د موجودہ پروازونو شمېره زياتولو لپاره معاونت وركولې شي ۔ دا اقدام د کاروباري ورورولۍ، طلبه ، سیلګرو او د پیشه ورو كسانو لپاره د دواړو هېوادونو تر مينځه د سفر لا آسانولو لپاره پورته كړے شوے۔ د شهري هوابازۍ د مرستې منصوبې په كلتوري تبادله ، تعلیمي مرسته ، د سیلګرۍ ودې او د تجارتي اسانيو غوندې نورو څاڼګو سره تړلې دي ۔ د زياتېدونكې فضائي روابطو په سبب د چین-پاکستان اکنامک کوریډور (سي پیک) باندې روان کار او منطقه كښې د انضمام هلو ځلو ته هم د ودې تر لاسه كېدو هيله ده۔

مزید خبریں