اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي سږ كال نومبر مياشت كښې پاكستان كښې كېدونكې بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كښې به د شخړو مخنيوي ٬ د خوراك ٬ اوبو او توان تحفظ ٬ ماحولياتي اقدامات او پارليماني سفارتكارۍ ته پام لرنه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سېنېټ لخوا د روان كال نومبر مياشت كښی په اسلام آباد كښی د كېدونكي …
بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كښې به د شخړو مخنيوي ٬ د خوراك ٬ اوبو او توان تحفظ ٬ ماحولياتي اقدامات او پارليماني سفارتكارۍ ته پام لرنه كولې شي: د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي سږ كال نومبر مياشت كښې پاكستان كښې كېدونكې بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كښې به د شخړو مخنيوي ٬ د خوراك ٬ اوبو او توان تحفظ ٬ ماحولياتي اقدامات او پارليماني سفارتكارۍ ته پام لرنه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سېنېټ لخوا د روان كال نومبر مياشت كښی په اسلام آباد كښی د كېدونكي بېن الپارلیمانی سپیکرز کنفرنس (آئی اېس سی) په اړه دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې پارلیمانی لارښودو ، د 38 هېوادونو سفيرانو ٬ اعلی چارواكو او د نړيوالو تنظيمونو استازو ګډون وكړو۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د وزيراعظم په حېث ما په كال 2008ء كښې د نړۍ په لويو سرمشريزو غونډو كښې دا كمے محسوس كړو چې يو اړخ ته نړيوال لارښود د امن ٬ پرمختګ او مرستې په ايجنډا خبرې كوي او بل اړخ ته پارليمان كوم چې د قانون سازۍ او اولسي نمائندګۍ مركزونه دي هغه موجود نه وو۔ دا احساس د بېن الپارلیمانی سپیکرز کنفرنس بنياد وګرځېد۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د ملتان سېلاب ځپليو سيمو دورې كولو ذكر كولو سره ووئيل د ځپليو كورنيو داستانونه د نړيوالې ورورلۍ د يوالي سمدستي ضرورت ته سترګې په لاره دي۔ ده ووئيل سېنېټ په پارليماني سفارتكارۍ كښې فعاله كردار ترسره كړے دے۔ ده په دې موقع د نړيوالې ورورولۍ٬ سفارتكارو او پارليماني لارښودو مننه كولو سره ووئيل په اسلام آباد كښې كېدونكے دا كنفرنس به د پرېكړو په عملی قانون سازۍ او پالېسيو بدلولو له يو فعاله فورم ثابت شي







