د هلال احمر پاكستان سيلاب ځپليو لپاره د مرستې اپيل

اسلام آباد۔ 8 ستمبر(اے پی پی) هلالِ احمر پاکستان خپل سټېك هولډرز او موومنټ پارټنر سره په ګډه سېلاب ځپليو لپاره د مرستې اپيل كړے دے۔ په لړ كښې نېشنل هېډکوارټرز كښې يوه دستوره وكړې شوه۔ چیئرپرسن فرزانه نائیک دستورې ته خطاب كښې ووئيل پاكستان سږ كال د پشكال تباهي خپرونكو بارانونو سره مخ دے ٬ په ټولو ځپليو سيمو كښې د هلال احمر پاكستان ډلې موجود دي ، ځپليو …

اسلام آباد۔ 8 ستمبر(اے پی پی) هلالِ احمر پاکستان خپل سټېك هولډرز او موومنټ پارټنر سره په ګډه سېلاب ځپليو لپاره د مرستې اپيل كړے دے۔ په لړ كښې نېشنل هېډکوارټرز كښې يوه دستوره وكړې شوه۔ چیئرپرسن فرزانه نائیک دستورې ته خطاب كښې ووئيل پاكستان سږ كال د پشكال تباهي خپرونكو بارانونو سره مخ دے ٬ په ټولو ځپليو سيمو كښې د هلال احمر پاكستان ډلې موجود دي ، ځپليو لپاره د خوراك ٬ د سر پټولو عارضي ځايونو ٬ اوچ راشن ٬ د څښلو پاكو اوبو ٬ طبي آسانيو او نور ضروري سامان انتظام شوے دے۔ موبائل هېلتھ ډلې هم خپل كار كوي٬ ده ووئيل مونږ نورې زياتې مرستې ته اړتيا لرؤ۔ دې څخه وړاندې د هلال احمر پاكستان عمومي سېكرټري اېم اے خان د پرانستې كلماتو كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د هلال احمر پاكستان د د روانو هلو ځلو په اړه ووئيل۔ په دستوره كښې د امريكائي سفارتخان استازے ٬ د بېلو هېوادونو سفيران ٬ د تركش ريډكريسنټ مشره بيضا ٬ د المان رېډكراس آصف امان ٬ د نارویجن رېډکراس افتخار علیار، د سول سوسائټیز شخصیات او د هلال احمر پاكستان رضا او عمله هم موجود وه

مزید خبریں