د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق د وفاقی وزیر محمد جنید انوار سره غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق د بحري چارو وفاقی وزیر محمد جنید انوار سره ټیلیفوني تماس نيولو سره هغه سره د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔جاري شوې بيان له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل مور پلار د قدرت يوه لويه ډالۍ ده،د هغوي جدا كيدل يو لوئ زيان دې۔ده ووئيل مور پلار او په خاص توګه د مور د …

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق د بحري چارو وفاقی وزیر محمد جنید انوار سره ټیلیفوني تماس نيولو سره هغه سره د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔جاري شوې بيان له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل مور پلار د قدرت يوه لويه ډالۍ ده،د هغوي جدا كيدل يو لوئ زيان دې۔ده ووئيل مور پلار او په خاص توګه د مور د شفقت، دعاګانو او محبت كوم نعم البدل نشته۔ده ووئيل د مور پلار په مړينه پيدا شوي خلاء چري هم نه پوره كيږي۔اسپیكر سردار ایاز صادق د محمد جنید انوار او غمجني كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د هغوي په غم كښې برابر شريك يو۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں