اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) پاك فضائیه د اړخه 7 ستمبر د ټول هېواد په ټول ایئر بیسز د شهيدانو ورځ ولمانځلې شوه۔د ورځ په پېل د 1965 او 1971 معركو په مهال شهيد شويو لپاره خصوصی دعاګانو او قرآن خوانی وشوه،كومو چې د قیام پاكستان نه تر اوسه خپل فرائض ترسره كولو كښې لوئ قربانۍ وركړي۔د پاك فضائیه وياند له مخې ائیر هیډ كوارټرز اسلام آباد كښې …
پاك فضائیه د اړخه 7 ستمبر د ټول هېواد په ټول ایئر بیسز د شهيدانو ورځ ولمانځلې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) پاك فضائیه د اړخه 7 ستمبر د ټول هېواد په ټول ایئر بیسز د شهيدانو ورځ ولمانځلې شوه۔د ورځ په پېل د 1965 او 1971 معركو په مهال شهيد شويو لپاره خصوصی دعاګانو او قرآن خوانی وشوه،كومو چې د قیام پاكستان نه تر اوسه خپل فرائض ترسره كولو كښې لوئ قربانۍ وركړي۔د پاك فضائیه وياند له مخې ائیر هیډ كوارټرز اسلام آباد كښې د شهيدانو ورځ مركزی دستوره كښې د پاك فضائیه مشر ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د خصوصی ميلمه په حيث ګډون وكړو۔په خپله وينا كښې د پاك فضائیه مشر د ایثار، حوصله مندۍ او پیشه وره پوهې ذكر كولو سره دغه اوصاف د پاك فضائیه میراث او پهچان وګرځولو۔ده په دې خبره زور راوړو چې د شهيدانو ورځ د پاكستان د وسله والو د غیر معمولی بهادرۍ، پیشه وره پوهې او ځاڼګړي جذبې او قربانۍ علامت دې۔ده ووئيل پاك فضائیه په هر ډول د مشن ترسره كولو له لوظي دے او هر وخت تغیر پذیر نړيوالې سلامتیا محركاتو څخه خبر دې۔ معركه حق آپریشن بُنيانُ المّرصُوص په مهال پاك فضائیه د اړخه ترلاسه شوي كاميابو يو اوږد فهرست يو ځل بيا دا باور كړې چې مونږ د خپل بشپړه قوت ارادی او عسكری صلاحیتونو سره د هېواد فضائی پولو دفاع لپاره لوظي يو۔پاك فضائیه شهيدانو او اتلانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ائیر چیف ووئيل مونږ د خپلو اتلانو په عظیم قربانیو د هغوي مننه كوو،دا هغه قربانۍ دي كومي چې نوي نسلونو لپاره د لارې مشعل دې۔په دې موقع مونږ د هېواد دفاع كښې د خپلو ځانونو قرباني وركونكو ته پيرزونئې وړاندې كوو۔د پاك فضائیه مشر د مقبوضه كشمیر اولس د اړخه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له روانو هلو ځلو كښې د هغوې غیر متزلزل حمایت باور هم وركړو۔د خپلي وينا په آخر د پاك فضائیه مشر په نړيواله كچه د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره د بشپړو هڅو روانو ساتلو د عزم څرګندونه وكړه۔ده د دې خبري باور وركړو چې پاك فضائیه د قوم خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا تحفظ لپاره خلائی، الیكټرانك وارفیئر، سائبر ټیكنالوجیز، جدید شعبه جات او ځائې كچه دفاعی پیداوار كښې خپلو صلاحیتونو ته ودي وركولو له چمتو دې۔دې نه پس شهيدانو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره د پاك فضائیه مشر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو او د هغوي لوړو درجو له ئې دعا اوكړه۔







