د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د فضائیه په ورځ د پی اے ایف اتلانو ته پيرزوئنې

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د اتوار په ورځ د فضائیه په ورځ خپل خصوصی پیغام كښې د پاك فضائیه (پی اے اېف) ځانګړي مړانه، قربانیو او پیشه وره پوهه ستائلو سره دا د قوم فخر ګرځولې۔د كورنيو چارو وزارت له مخې وفاقی وزیر ووئيل په 7 ستمبر 1965 پاك فضائیه ځوانانو د دښمن غرور ناكامه كولو سره د تاریخ يو …

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د اتوار په ورځ د فضائیه په ورځ خپل خصوصی پیغام كښې د پاك فضائیه (پی اے اېف) ځانګړي مړانه، قربانیو او پیشه وره پوهه ستائلو سره دا د قوم فخر ګرځولې۔د كورنيو چارو وزارت له مخې وفاقی وزیر ووئيل په 7 ستمبر 1965 پاك فضائیه ځوانانو د دښمن غرور ناكامه كولو سره د تاریخ يو نوې باب جوړ كړې۔ده ووئيل مونږ د 1965 اتلانو ته سلام كوو چا چې کامیابۍ سره زمونږ د فضائی پولو دفاع كړي۔ محسن نقوی ياد تازه كړل چې پی اے اېف د جذبې، پوهې او مکمل ایمان سره د دښمن عددی برتری له ماتې وركړې او د بهادرۍ ښه مثال ئې جوړ كړې۔ده په خاص توګه د سکواډرن لیډر اېم اېم عالم په افسانوی کارنامے رڼا واچوله۔ اېم اېم عالم په لږ وخت كښې د دښمن 5 الوتكي رانسكوري كولو سره نړۍ هيرانه كړي۔اوسنيو پېښو ذكر كولو سره د كورنيو چارو وزير ووئيل د 1965 جنګ 6 لسيزي پس مئی 2025 كښې پاکستان يو ځل بيا د دښمن غرور خاورو كښې خښ كړې كله چې د پی اے اېف ځوانانو يوه تاریخی مقابله كښې د دښمن 6 الوتكي رانسكوره كړي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د پاك فضائیه پائلټس، انجینئرز او ټیکنیشنز د قوم تر ټولو لويه اثاثه ده او د عزت او محنت سره د هېواد د فضائی حدود حفاظت ذمه واري ترسره كوي۔ ده ووئيل هر پاکستانې د هېواد د دغه زامنو،د هغوي د عظیم قربانیو، غیر متزلزل حوصلے او په لوړ عزم فخر کوي۔د هغوي د بهادرۍ په وجه د پاکستان فضائی حدود محفوظ دي۔د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی باور وركړو چې قوم به د خپلو اتلانو ځانګړي خذمات او قربانۍ عمر له ياد ساتي۔

مزید خبریں