اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف جلال پور پیرواله كښې د بيړۍ چپه كيدو په پېښه كښې په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندوني سره سپارښتنه كړې چې ځپليو سيمو كښې د ریسکیو و امدادی هلو ځلو په اړه صوبائی حکومتونو سره رابطے او مرسته زياته كړي۔د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیرِاعظم محمد شهباز …
وزیراعظم محمد شهباز شریف جلال پور پیرواله كښې د بيړۍ چپه كيدو په پېښه كښې په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف جلال پور پیرواله كښې د بيړۍ چپه كيدو په پېښه كښې په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندوني سره سپارښتنه كړې چې ځپليو سيمو كښې د ریسکیو و امدادی هلو ځلو په اړه صوبائی حکومتونو سره رابطے او مرسته زياته كړي۔د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیرِاعظم محمد شهباز شریف جلالپور پیروالا كښې د بيړۍ چپه كيدو په پېښه كښې په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندوني سره په پېښه كښې د 5 كسانو په مړينه د غمجنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړي۔وزیرِاعظم په پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔وزیراعظم محمد شهباز شریف په دې موقع سپارښتنه وكړه چې ځپليو سيمو كښې ریسکیو و ریلیف کارروائی لا تندي كړي او د كډه كونكو كسانو په وخت او بشپړه مرسته باوري كړي۔ ریسکیو و امدادی هلو ځلو په اړه صوبائی حکومتونو سره رابطي او مرسته زياته كړي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان پرله پسې د موسمیاتی بدلون خراب اثرات سره مخ دے۔ پاکستان ماحول دښمن ګازونو اخراج كښې برخه نه لرلو برابر دے دغسې پاکستان موسمیاتی بدلونونو تر ټولو زيات ځپليو هېوادونو فهرست كښې شامل دے۔ وزیراعظم ووئيل موسمیاتی بدلون خراب اثرات څخه بچ كيدو لپاره د صوبو سره په ګډه كوټلي تګلاري او خطرې سره مخ سيمو كښې كوټلي منصوبه بندی كوو۔وړاندې څخه اطلاعات، قوي او كوټلي انفراسټرکچر او ریسکیو او امداد نظام لا ښه كولو په اړه ګامونه پورته كوو۔







