اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د كشمیر، ګلګت بلتستان چارو او سیفران وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د پاك فضائیه جانبازو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې 7 ستمبر 1965 ورځ د پاك فضائیه د تاریخ يو روښانه باب دے۔د فضائیه په ورځ په خپل پیغام كښې ده ووئيل په دې ورځ د پاك فضائیه شاهینو داسې د مړانې او نه هيرولو قربانۍ وركړې كومي به چې …
د فضائیه ورځ، وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام پاك فضائیه ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د كشمیر، ګلګت بلتستان چارو او سیفران وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د پاك فضائیه جانبازو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې 7 ستمبر 1965 ورځ د پاك فضائیه د تاریخ يو روښانه باب دے۔د فضائیه په ورځ په خپل پیغام كښې ده ووئيل په دې ورځ د پاك فضائیه شاهینو داسې د مړانې او نه هيرولو قربانۍ وركړې كومي به چې د نړۍ په دفاعی تاریخ كښې عمر له په ښه ټكو ليكلې شي۔ انجینئر امیر مقام ووئيل د 1965 په جنګ كښې پاك فضائیه د هېواد فضائی دفاع كښې دښمن له ماتې وركولو سره خپل اعلیٰ پیشه وره معیار او په مړانه د ټول قوم سر فخر سره پورته كړې۔وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام ووئيل نن هم د پاك فضائیه هر يو تن هغه ډول جذبه لري،كومه چې د 1965 د جانبازو خاصه وه او د دښمن هر چال كوټلې ځوزاب وركولو له چمتو دې۔وفاقی وزیر ووئيل ټول قوم د خپل فضائیه صلاحیتونو، هېواد سره مينه لرلو او قربانۍ په جذبه فخر كوي او قوم به د خپل محافظو قربانۍ چرې ههم هيري نه كړي۔







