بيجنګ 06 ستمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په بيجنګ كښې د پاك۔چين بزنس ټو بزنس سرمايه کارۍ کنفرنس كښې ګډون كړې او په زرعي څانګه كښې د 4 اربه ډالرو نه د زيات ماليت په يو شمېر مفاهمتي ياددښتونو لاسليك شوي۔ د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري اعلاميه له مخې دا …
په بيجنګ كښې د 4 ارب ډالرو زرعي لوظنامې٬ د فاقي وزير د چين كمپنو سره ملاقاتونه

مزید خبریں
بيجنګ 06 ستمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په بيجنګ كښې د پاك۔چين بزنس ټو بزنس سرمايه کارۍ کنفرنس كښې ګډون كړې او په زرعي څانګه كښې د 4 اربه ډالرو نه د زيات ماليت په يو شمېر مفاهمتي ياددښتونو لاسليك شوي۔ د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري اعلاميه له مخې دا يو ورځنې كنفرنس د وزيرِاعظم د چين دورې په مهال شوې چې پكښې د پرانستې او پائې غونډو نه علاوه يو شمېر بزنس ټو بزنس سيشنز هم شامل وو۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په دې موقع د چين كمپنو سره ملاقاتونه هم شوي چې پكښې د چين او پاكستان د نوم زرعي كمپنو ګډون كړې چې پكښې جي ډي اېس پي ډايو، جي ډي اېس پي جيسيکا اي وي، جي ډي اېس پي پي اي اېس اے ټي، جي ډي اېس پي لوول، سانګيانګ کمپني شِن جيانګ، جِنګ هوا سيډ انډسټري کمپني لميټډ، ګارډ ايګريکلچرل ريسرچ اينډ سروسز پرائيويټ لميټډ او د چائنا اسټيټ انجينئرنګ کنسټرکشن کارپوريشن جي ډي اېس پي پشمول نورې شامل وې۔ په دې ملاقاتونو كښې د چين كمپنو ته د پاكستان په زرعي څانګه كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړې شوه٬ په خاص توګه د زرعي مشنېرۍ٬ د تخمونو د تيارۍ٬ سمارټ اېګريكلچر او پرېسيژن اېګريكلچر كښې چې پكښې په ډېټا آدانه پېداواري صلاحيت ښه كېدې شي۔ وفاقي وزير د وزيراعظم شهباز شريف په قيادت كښې د زرعي صنعتونو د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل چې پاكستان چين سره په زرعي څانګه كښې د اوږدې مودې د شراكتدارۍ عزم لري۔







