6م ستمبر د شجاعت او مړانې تاريخ ساز ورځ ده٬ كله چې شهيدانو٬ غازيانو او قام په ګډه پاكستان ناقابل تسخير جوړ كړو۔ وفاقي وزير محسن نقوي

  اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي وئيلي دي6م ستمبر د شجاعت او مړانې تاريخ ساز ورځ كله چې شهيدانو٬ غازيانو او قام په ګډه پاكستان ناقابل تسخير جوړ كړې۔ د دفاع او شهيدانو ورځ په موقع وفاقي وزير خپل پېغام كښې ووئيل د شهيدانو لازوال قربانيو ته پېرزوېنې وړاندې كوم٬ د وطن په دفاع خپل ځان قربانوٶنكي زمونږ وياړ او عزت دي٬ …

 

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي وئيلي دي6م ستمبر د شجاعت او مړانې تاريخ ساز ورځ كله چې شهيدانو٬ غازيانو او قام په ګډه پاكستان ناقابل تسخير جوړ كړې۔ د دفاع او شهيدانو ورځ په موقع وفاقي وزير خپل پېغام كښې ووئيل د شهيدانو لازوال قربانيو ته پېرزوېنې وړاندې كوم٬ د وطن په دفاع خپل ځان قربانوٶنكي زمونږ وياړ او عزت دي٬ دا ورځ د عزم٬ حوصلے او قربانۍ ژوندې ميراث دے٬ د مكار دښمن د سازش بت پاك پوځ او قام د ايمان٬ جذبے او جرات په وړاندې رېزه رېزه شوې٬ ھغه دښمن چې په جمحانه كښې د چائے څښلو خوب ليدلو٬ سخت ماتي سره تش لاس تخښتېدلي٬ د  قصور نه تر لاهور، د سيالکوټ نه تر کشمير پاك پوځ بې مثال جرات او غېر متزلزل عزم سره دښمن ته په هر محاذ ماتې وركړې او مورنې هېواد ئې په خپله وېنه اوبه كړې٬ د چونډه معرکه په تاريخ كښې په ځالانده ټكو ليك ده چرت چې ځوانانو د دښمن د ټانكونه د خپل وجود د لارې الوزولې ٶ٬ د مېړنو ځوانانو قربانۍ د دښمن ټانكونه په قبرستان كښې بدل كړي او د جرات عظيم مثال ئې قائم كړې كوم چې به تل تر تله ياد ساتلے شي٬ ۔ د دفاع او شهيدانو ورځ  د عظيم قربانيو تسلسل د آپريشن “بنيان مرصوص” په تاريخي بريا كښې ترلاسه شوے دے٬ د شپږم ستمبر د ھغه لوظ د تجديد ورځ ده چې د وطن په عزت به ګزن نه راځي او د قربانۍ چراغ به تل روښانه وي۔

مزید خبریں