اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وېيلي دي چې د اړي ګړي په دور كښې د امن او ورورولۍ پېغام راتلونكې نسلونو ته رسول ضروري دي٬ سږ كال د سوشل او ډيجيټل ميډيا مثبت استعمال باوري كولو لپاره د سيرت النبيۖ کنفرنس موضوع اېښې شوې، د سوشل ميډيا د غلط استعمال حوصله شکني او د دې د مثبت استعمال رجحان ته …
د اړي ګړي په دور كښې د امن او ورورولۍ پېغام راتلونكې نسلونو ته رسول ضروري دي۔ وفاقي وزير سردار محمد يوسف

مزید خبریں
اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وېيلي دي چې د اړي ګړي په دور كښې د امن او ورورولۍ پېغام راتلونكې نسلونو ته رسول ضروري دي٬ سږ كال د سوشل او ډيجيټل ميډيا مثبت استعمال باوري كولو لپاره د سيرت النبيۖ کنفرنس موضوع اېښې شوې، د سوشل ميډيا د غلط استعمال حوصله شکني او د دې د مثبت استعمال رجحان ته وده وركول ضروري ده، د پاکستان او د فلسطين زړونه يو ځائ درځېږي٬ ګردې نړۍ څخه اسلامي سكالرز په كنفرنس كښې ګډون لپاره دلته راغلي دي٬ ټولو مقررينو په سيرت النبيۖ په زړه پورې بحث او بيان وړاندې كړې۔ دا خبرې ده د خالي په ورځ 50م سيرت النبيۖ کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل چې د مذهبي چارو وزارت لخوا په دې كنفرنس كښې په ګډون كولو د ګردې نړۍ او د هېواد د اسلامي سكالرز هركلے كوم، هر كال د سيرت النبيۖ کنفرنس تابيا كېږي چې مقصد ېې لارښودنه او د اسلامي اصولو نه خبرتيا ده، رياست په دې لړ كښې د خپلو ذمه وارو ترسره كولو هڅه كوي۔ ده ووئيل چې مقررينو ډېر ښه تجويزونه وړاندې كري٬ دوي د اسلامي نړۍ ترجماني كرې۔ ده ووئيل د روايت نه پرته دې كنفرنس څخه امت او انسانيت لپاره يو پېغام وركړې شي او ھغوي خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول وپاللې شي۔ ده ووئيل نبي کريمۖ رحمت العالمين دے٬ ټول انسانيت لپاره رحمت رالېږلې شوې٬ د محمدۖ تعليماتو كښې د انسانيت ګټه ګټه ده٬ سږ كال د سوشل او ډيجيټل ميډيا مثبت استعمال باوري كولو لپاره د سيرت النبيۖ کنفرنس موضوع اېښې شوې٬ د سوشل ميډيا د غلط استعمال حوصله شکني او د دې د مثبت استعمال رجحان ته وده وركول ضروري ده۔ سردار محمد يوسف ووئيل د سوشل ميډيا په حواله قانون موجود دے، په دې به عملدرامد باوري كول وي٬ د علمائے او مشائخ کونسل په دې لړ كښې زمونږ لارښودنه كوي۔ ده ووئيل چې په معرکه حق كښې پاکستان ته تاريخي بريا نصب شوې٬ نن عيدميلاد النبيۖ سره د دفاع او شهيدانو ورځ هم لمانځلې كېږي







