د حضرت محمدۖ په تعليماتو عمل كولو سره د هېواد په مسئلو ستونزو قابو موندې شي۔ سيد يوسف رضا ګېلاني

ملتان 06 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چئيرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې د حضرت محمدۖ په تعليماتو عمل كولو سره د هېواد په مسئلو ستونزو قابو موندې شي۔ د حضرت محمدۖ د ولادت با سعادت ورځ زمونږ د ايمان برخه او اسلامي نړۍ لپاره د خوشحالو او بركت لمحه ده۔ د دې خيالاتو ده په دولت ګيټ ملتان كښې د انجمن اسلاميه په اهتمام كښې د …

ملتان 06 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چئيرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې د حضرت محمدۖ په تعليماتو عمل كولو سره د هېواد په مسئلو ستونزو قابو موندې شي۔ د حضرت محمدۖ د ولادت با سعادت ورځ زمونږ د ايمان برخه او اسلامي نړۍ لپاره د خوشحالو او بركت لمحه ده۔ د دې خيالاتو ده په دولت ګيټ ملتان كښې د انجمن اسلاميه په اهتمام كښې د 12 ربيع الاول د سل كلن جشن په موقع ميډيا سره په خبرو كښې كړې٬ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي هم دوي سره وو۔ سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د حضرت محمدۖ د ولادت باسعادت ټولې اسلامي نړۍ او په خاص توګه د پاكستان مسلمانانو ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل محمد عربيۖ د تعليم او تبليغ د لارې انقلاب راوستلو سره اسلام خپور كړې٬ اسلام يو سوله ايز دين دے٬ مونږ تعليم وسله جوړولو سره غالب كېدې شو او خوږ هېواد د امن او سوكالۍ مركز جوړولې شو

مزید خبریں