اسلام آباد 06 ستمبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي د پاكستان د دفاع او شهدا ورځ زمونږ د تاريخ د ډاډ وړ باب دے٬په دې ورځ مونږ د يو وياړ لرونكې قام په توګه خپلو ميړنو وسله والو ځواكونو او ثابت قدم اولس ته په زړه پورې پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې عمر له د خپلو پولو په غېر متزلزل ايمان او په ځانګړې مړانه دفاع وكړه۔د …
د پاكستان دفاع او شهدا ورځ زمونږ د تاريخ د ډاډ وړ باب دے٬مونږ له به په حكمت٬استقامت او اتحاد سره په يو والي د نوو خطرو مقابله كول وي۔د صدر آصف علي زرداري په يوم دفاع او شهدا پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 06 ستمبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي د پاكستان د دفاع او شهدا ورځ زمونږ د تاريخ د ډاډ وړ باب دے٬په دې ورځ مونږ د يو وياړ لرونكې قام په توګه خپلو ميړنو وسله والو ځواكونو او ثابت قدم اولس ته په زړه پورې پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې عمر له د خپلو پولو په غېر متزلزل ايمان او په ځانګړې مړانه دفاع وكړه۔د ايوان صدر پرېس ونګ څخه جاري شوي بيان ترمخه په يوم دفاع او شهدا خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل د 1965 د قربانو جذبه يو زوال نه لرونكې رڼا ګرځېدلې كومه چې زمونږ راروانو نسلونو ته په هر آزمېښت او چېلنج كښې لارښودنه كوي٬سږ كال د 6 ستمبر د معركه حق په وجه خاص اهميت لري لكه څنګه چې په 1965 كښې زمونږ ميړنو ځواكونو د ځانګړې حوصلې او د فرض شناسۍ مظاهره كړې وه دغسې په مئي 2025 كښې د هند په ضد آپرېشن”بنيان مرصوص”كښې زمونږ نرانو زامنو يو ځل بيا د مثال نه لرونكې جرات او قربانۍ مظاهره وكړه٬د دوي پيشه وره پوهه٬جنګي صلاحيتونه او په زمكيزه٬فضائي او سمندري كچه د جنګ چمتو والي نيولو دا ثابته كړه چې د پاكستان دفاع نه كمزورې كېدونكې ده٬ ځكه چې د دې بنياد د اولس په ازلي جذبه او د وسله والو ځواكونو په نه كمزورې كېدونكې عزم اډانه لري۔ده ووئيل د سپريم كمانډر په حېث زه د پاكستان د دفاعي صلاحيتونو د پرله پسې اپ ګرېډ كولو او د جديد جوړولو عزم پخلے كوم٬په دې دور كښې چرته چې هائبرډ او د پنځم نسل جنګونو كښې ناسمه معلومات٬ډنډوره او نفسياتي آپرېشنز د وسلې په توګه استعمالولې شي٬دا ضروري ده چې مونږ نه يوازې خپل پوځي طاقت زيات كړو بلكې خپل معلوماتي او ابلاغي نظام هم مستحكم كړو۔صدر ووئيل د رياست ستن او اولس په خاص توګه زمونږ ځوان نسل له به د دې نوو خطرو مقابله په حكمت٬استقامت او يو والي سره كولو له چمتو پاتې كېدل وي۔صدر مملكت ووئيل د جمو او كشمير زړه شخړه په منطقه كښې د عدم استحكام جرړه ده۔د دې منصفانه حل كوم چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د خوښې ترمخې وي٬په منطقه كښې د امن يواځنۍ لار ده دغسې د فلسطين پېښې مونږ د فلسطيني اولس په ضد د نسل كشۍ او د ظلمونو خاتمې له غوښتنې كولو ته مجبور كړی يو٬ صدر ووئېل نړۍ له د فلسطين آزاد رياست لپاره قوي موقف اختيارول غواړي د كوم چې پايه تخت القدس الشريف وي او هم دا په مينځني ختيز كښې د پوخ امن يواځنۍ لار ده۔صدر ووئيل راځۍ چې په آخر كښې د دفاع او شهيدانو په ورځ دا لوظ وكړو چې مونږ به ثابت قدم٬همت لرونكې او متحد پاتې كيږو دغسې چې د شهيدانو قربانو ته توقير ترلاسه وي٬زمونږ دفاع د تسخير وړ نه وي او زمونږ راروانو نسلونو ته يو مضبوط خوشحال او امن لرونكے پاكستان په ميراث كښې پاتې شي







