پاك پوځ معركهٔ حق كښې يو نوې تاریخ جوړ كړې، قوم د هغوي د قربانو مننه كوي ۔ د دفاع وفاقی وزیر خواجه محمد آصف د دفاع ورځ دستورې ته وينا

سیالكوټ 06 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وفاقی وزیر خواجه محمد آصف وئيلي چې 6 ستمبر ورځ د پاكستان په تاریخ كښې يو جلا مقام لري ځكه چې په دې ورځ پاك پوځ خپله بهادری او صلاحیتوته آزمائيلي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د دفاع ورځ په موقع سیالكوټ قلعه هلال استقلال بدلون دستوري ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل 6 ستمبر 2025 د د دفاع منفرد ورځ ده ځكه چې …

سیالكوټ 06 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وفاقی وزیر خواجه محمد آصف وئيلي چې 6 ستمبر ورځ د پاكستان په تاریخ كښې يو جلا مقام لري ځكه چې په دې ورځ پاك پوځ خپله بهادری او صلاحیتوته آزمائيلي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د دفاع ورځ په موقع سیالكوټ قلعه هلال استقلال بدلون دستوري ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل 6 ستمبر 2025 د د دفاع منفرد ورځ ده ځكه چې د 1965 جنګ نه پس پاكستان له لوے څښتن يو عظیم فتح وركړي او پاك پوځ يو ځل بيا په ټوله نړۍ كښې خپل صلاحیتونه آزمائيلي۔ده ووئيل دې معركهٔ حق نه پس د درې مياشتو په مهال د پاكستان عزت و توقیر زيات شوې۔وفاقی وزیر ووئيل ټول قوم د پاك پوځ په قربانیو فخر كوي او د هغوي مننه كوي چې هغوي يو هېواد دفاع لپاره يو نوې تاریخ جوړ كړې۔ده ووئيل بهادری او هېواد سره د محبت جذبه لرلو سره پاك پوح فضاګانو زمكه او اوبو كښې دفاع كړي او ټوله نړۍ د هغوي شجاعت ته حيرانه شوي۔خواجه محمد آصف ووئيل موجوده قیادت په هر محاذ كه هغه د سفارتكارۍ، پرمختګ ، تعمیرِ نو یا اتحاد وي خپل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د هېواد دفاعِ يواځې تر پولو محدود نه بلكه معیشت او ټولو څانګو كښې پكار ده او دا مهال پاك پوځ د يو منتخب حكومت سره اوږه په اوږه ودريدلو سره د هېواد قیادت كوي۔ده ووئيل شنګھائی مرستې تنظیم كنفرنس كښې څه ډول وزیراعظم پاكستان محمد شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر ډاډګيرنه شوي شائد نن څخه وړاندې د پاكستان شوې وي۔ده ووئيل د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د امريكې اوسنۍ دورې هم د پاكستان عزت او وقار په نړيواله كچه پورته كړې، چرته چې د پاك پوځ پوهه او بهادری منلے شوي۔ده ووئيل دغه دوره د پاكستان د تاریخ يو منفرد باب دے۔ ده ياد تازه كړل چې څه ډول 1965 جنګ پخواني نسلونه يادوي،دغسې زه پخپله هغه وخت د 6 كلونو وم او د دغه جنګ ګواه يم۔ده ووئيل زه په دې فخر كوم چې ما په خپل ژوند كښې دوه 6 ستمبر كتلي،يو 60 كاله وړاندې فتح نه پس او بيا اوسنۍ عظیم كامیابۍ نه پس د كوم چې زه پخپله عینی شاهد يم۔وفاقی وزیر دفاع ووئيل بايد مونږ خپل شهيدان، د هغوي كورنۍ چري هير نه كړو،ځكه چې هغوي د قربانیو په سوب نن مونږ آزاد فضا كښې ساه اخلو۔

مزید خبریں