1965 جنګ په شپږمه ورځ ، په 6 ستمبر د هند وزیراعظم لال بهادر شاستری د پاكستان په ضد د بشپړه جنګ اعلان كړې

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د 1965 جنګ په شپږمه ورځ ،په 6 ستمبر د هند وزیراعظم لال بهادر شاستری د پاكستان په ضد د بشپړه جنګ اعلان كړی۔فیلډ مارشل محمد ایوب خان د دې عزم څرګندوني سره وئيلي چې مونږ د جنګ په حالت كښې يو،زمونږ بهادر سپاهیان د دښمن بريد بريد شنډولو لپاره مخ په وړاندې شوي۔ده ووئيل زمونږه وسله وال به خپل جرات او بهادری …

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د 1965 جنګ په شپږمه ورځ ،په 6 ستمبر د هند وزیراعظم لال بهادر شاستری د پاكستان په ضد د بشپړه جنګ اعلان كړی۔فیلډ مارشل محمد ایوب خان د دې عزم څرګندوني سره وئيلي چې مونږ د جنګ په حالت كښې يو،زمونږ بهادر سپاهیان د دښمن بريد بريد شنډولو لپاره مخ په وړاندې شوي۔ده ووئيل زمونږه وسله وال به خپل جرات او بهادری ثابتوي،زمونږ د بهادرو وسله والو جذبه ناقابلِ تسخیر ده۔ فیلډ مارشل محمد ایوب خان ووئيل زمونږ عزم چرې كمزورې شوې نه دے،پاك پوځ به دښمن له په وړه پورې ځواب وركوي۔دا خبره دې ياده وي چې د برتانيې وزیراعظم هیرالډ ولسن د هندي جارحیت نوټس اخستلو سره هند ته د جنګ بندۍ اپیل كړې ؤ ۔په 6 ستمبر 1965 د هند د اړخه په لاهور شوې بريد پاك پوځ بشپړه كاروائي كولو سره ناكامه كړې۔ پاك پوځ په واهګه او بیدیاں سيمه په وخت كارروائی د هند بريد شنډولو سره هغوي ته زيات زيان رسولې ؤ۔ پاك پوځ كوټلي كاروائی كولو سره ګڼ شمير كښې د هند پوځيان جنګی بنديوان كړې۔ پاك پوځ د ښه تګلاري سره د لاهور په محاذ د هند ګن شمير ټانكونه ، ټوپكي او نور جنګی سازو سامان تباه كړې۔دغسې په جیسر سيمه ګھمسان جنګ نه پس د دریائے راوی جنوبی سيمه هم د هندي تسلط څخه آزاد كړې شوي، آزادې كړې شوي سيمه د هندي پوځيانو د مړو څخه ډكه وه دغسې د مړو شميره تر 800 رپورټ كړې شوي۔دې نه ځانله د هند پوځ په چھمب سيمه هم لوئ زيان پورته كړې ، 35 هندي پوځیان جنګی بنديوان جوړ شوي او 25 پاونډز فیلډ ګنز هم ولقه كښې اخستلې شوي۔ پاك فضائیه د پټھان كوټ په هوائی اډے كامیابۍ سره بريد كولو سره د هند 22 الوتكي تباه كړې وي۔ 1965 په جنګ كښې د پاكستانی اولس جوش او خروش د كتلو وو، ګڼ شمير وګړي د خپلو پوځی ځوانانو سره اوږه په اوږه ودريدلو سره د ځوانانو حوصله زياتوله۔

مزید خبریں