د دفاع او شهيدانو ورځ په موقع آئی اېس پی آر نوي ډاكیومنټری جاری كړه

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د دفاع او شهيدانو ورځ په موقع وسله والو د اولسي اړيكو څانګي (آئی اېس پی آر) 6 ستمبر 1965 په اړه نوي ډاكومنټری جاری كړې ده۔ډاكومنټری كښې د ستمبر جنګ غازیانو ځانګړي قصے وړاندې كړې شوي۔ میجر جنرل (ریټائرډ) زاهد محمود، هلال امتیاز ملټری وئيلي ؤ چې مونږ د جنګ په میدان كښې پاتي كيدو سره جنګ كړې او سنګین حالاتو سره …

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د دفاع او شهيدانو ورځ په موقع وسله والو د اولسي اړيكو څانګي (آئی اېس پی آر) 6 ستمبر 1965 په اړه نوي ډاكومنټری جاری كړې ده۔ډاكومنټری كښې د ستمبر جنګ غازیانو ځانګړي قصے وړاندې كړې شوي۔ میجر جنرل (ریټائرډ) زاهد محمود، هلال امتیاز ملټری وئيلي ؤ چې مونږ د جنګ په میدان كښې پاتي كيدو سره جنګ كړې او سنګین حالاتو سره مخ شوې ؤ، د ورځ په آخر كله چې دښمن په وړاندې وي او د ژوند او مرګ معامله مخې ته وي،نو بيا يواځې د لوے څښتن سره تعلق وي۔دغسې ریټائرډ ائیر مارشل مسعود اختر هلال امتیاز ملټری هم د خپلو جذباتو ښكلي څرګندونه كولو سره وئيلي چې دغه د پاك پوځ بهادري ، جرات، حوصله او یقین دے۔ ډاكومنټری كښې د سمندري پولو پاسبان رئیر ایډمرل ریټائرډ فواد امین بیګ هلال امتیاز ملټری د دښمن عبرتناك انجام یاد تازه كولو سره وئيلي چې دښمن ته دا معلومه شوې وه چې خپل قوت زمونږ په اوبو كښې آزمائيل غواړي نو د هغوي انجام به په سمندر كښې دفن كيدل وي۔ده ووئيل صدر ایوب خان وئيلي وو چې دښمن ته معلوم نه وه چې هغه چا سرهخ مقابله كښې دې،دا په اصل كښې د ټول قوم غږ وو۔رئیر ایډمرل ریټائرډ فواد امین بیګ ووئيل يو قوم جنګ كولو او هر ډول قربانۍ وركولو له چمتو وو۔د پاكستان د وسله والو ځواكونو د دفاع عهد يواځې يو غږ نه بلكه يو حلف دے ،پاك پوځ د خاوري سره حلف د پهچان او عزم یاد تازه كوي۔ ډاكومنټری كښې د پاك پوځ د ریاست سره تعلق او د دفاع ښكلي عكاسی شوي،د هېواد لپاره خپل هر څه قربانولو جذبه د پاك پوځ په وينه كښې شامل ده۔

مزید خبریں