پينډۍ 06 ستمبر (اے پي پي) د امریكا آرمی سینټرل كمانډ د لارې پاكستان كښې سېلاب ځپلي آبادۍ لپاره د انسانی همدردۍ په بنیاد مرسته وركړې شوي،د مرستي سامان وړومبې پرواز رارسيدلې۔د خالي په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د امریكې څخه به مجموعي 6 پروازونه د مرسني سامان راوړلو سره پاكستان ته رارسي،چې پكښې خیمے، د اوبو مشینونه (ډی واټرنګ پمپس) …
د امریكا آرمی سینټرل كمانډ د لارې سېلاب ځپلي آبادۍ لپاره امدادی سامان وړومبې پرواز پاكستان ته راورسيد

مزید خبریں
پينډۍ 06 ستمبر (اے پي پي) د امریكا آرمی سینټرل كمانډ د لارې پاكستان كښې سېلاب ځپلي آبادۍ لپاره د انسانی همدردۍ په بنیاد مرسته وركړې شوي،د مرستي سامان وړومبې پرواز رارسيدلې۔د خالي په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د امریكې څخه به مجموعي 6 پروازونه د مرسني سامان راوړلو سره پاكستان ته رارسي،چې پكښې خیمے، د اوبو مشینونه (ډی واټرنګ پمپس) او جنریټرز پشمول نور ضروری څيزونه شامل دي۔وړومبې پرواز د خالي په ورځ پاكستان ته رارسيدلې۔د امریكې ناظم الامور او كمانډر آرمی سنټرل كمانډ ابتدائی امدادی سامان وصولولو دستوره كښې ګډون كړې او دغه سامان ئې په باضابطه توګه پاك پوځ ته حواله كړې۔دغه سامان به د پاك پوځ سېلاب ریلیف كیمپونو ته منتقل كولې شي،چرته به چې سېلاب ځپليو له وركولې شي۔د پاكستان حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې د سېلاب ځپليو سره په مرسته كولو د امریكې حكومت او پوځ مننه كوي۔







