پاكستان او چين د بي ټو بي كنفرنس په مهال د آئي ټي په څانګه كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د مفاهمت په 9 ياددښتونو لاسليك كړے

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او چين د بي ټو بي كنفرنس په مهال د آئي ټي په څانګه كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د مفاهمت په 9 ياددښتونو لاسليك كړے دے۔ د جمعې په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه د چين دورې په مهال د دوېم پاك۔چين بزنس ټو بزنس كنفرنس …

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او چين د بي ټو بي كنفرنس په مهال د آئي ټي په څانګه كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د مفاهمت په 9 ياددښتونو لاسليك كړے دے۔ د جمعې په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه د چين دورې په مهال د دوېم پاك۔چين بزنس ټو بزنس كنفرنس په مهال په مهمو اېم او يوز لاسليك كړے دے٬ دا لوظنامې په رامخې ته شوې ټيكنالوجيز، په ډيجيټل مرسته او د سرمايه كارۍ په وده اډانه دي٬ په دې كښې د آئي ټي اينډ ټيلي كام وزارت او د اېم آئي آئي ټي ترمېنځه په رامخې ته كېدونكې ټيكنالوجيز كښې مرستې له د جي ټو جي اېم او يو، د هواوے ټيكنالوجيز او د اېن ټي سي پاكستان ترمېنځه فائبرائزيشن او سركاري كنيكټيويټي كښې د جي ټو جي د مرستې، علي بابا انټرنيشنل ډجيټل كامرس او د ايګنائيټ ترمېنځه كيپيسټي بلډنګ او د همكارۍ جي ټو بي اېم او يو، د آئي ټي اينډ ټيلي كام وزارت او د پاك چائنا انويسټمنټ كمپني لميټډ (پي سي آئي سي اېل) ترمېنځه د جي ټو بي اېم او يو، د آئي ټي اينډ ټيلي كام وزارت او د زيډ ټي اي ترمېنځه د ځوانانو تربيې او د سكل ډويلپمنټ جي ټو بي لوظنامه، د آئي ټي اينډ ټيلي كام وزارت او د چائنا سب ميرين كېبل كنسټركشن كمپني لميټډ (سي اېس سي سي ) ترمېنځه جي ټو بي اېم او يو،د آئي ټي اينډ ټيلي كام وزارت او د ګووډونګ ګروپ ترمېنځه د جي ټو بي اېم او يو،د پاكستان سافټ ويئر ايكسپورټ بورډ (پي اېس اي بي) او د شنګھائي لِنګانګ انټرنيشنل ډيټا انډسټري انسټيټيوټ (اېس اېچ اېل آئي ډي) ترمېنځه د جي ټو بي اېم او يو او پاكستان كښې د جديد ډيټا سينټرز جوړولو سنګ ميل منصوبه زيډ ټي اي او د سكائي 47 ترمېنځه د ډيټا سينټر په لوظنامو لاسليك شامل دے۔

مزید خبریں