اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په ګورنر هاٶس اسلام آباد كښې د پاكستان په دوره راغلي د فلسطين قاضي القضاه (چيف جسټس) ډاکټر محمود صديقي عبد الرحمان الهباش او د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د سهار نعري اهتمام كړے۔ د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخئ د فلسطين په پلاوي كښې ډاکټر محمود صديقي عبد الرحمان الهباش، …
ګورنر فيصل کريم کنډي لخوا د فلسطين پلاوي په درناوي كښې د نعري اهتمام

مزید خبریں
اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په ګورنر هاٶس اسلام آباد كښې د پاكستان په دوره راغلي د فلسطين قاضي القضاه (چيف جسټس) ډاکټر محمود صديقي عبد الرحمان الهباش او د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د سهار نعري اهتمام كړے۔ د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخئ د فلسطين په پلاوي كښې ډاکټر محمود صديقي عبد الرحمان الهباش، مسجد اقصيٰ امام قاضي احمد حسېن، د مسجد ابراهيمي امام قاضي غسان الرجبي، حمزه دانا او طلال الشفيع شامل وو۔ په دې موقع د پاکستان علماء کونسل او سيکرټري جنرل انټرنيشنل تعظيم حرمين الشريفين کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي او په پاکستان كښې د فلسطين سفير ډاکټر ذهير محمد زيد هم موجود وٶ







