
پينډۍ 03 ستمبر (اے پي پي) د پاك فضائیه مشر ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د پاکستان او ترکیې ترمينځه د ورورولۍ اړيكو رامخې ته كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په شريكه مذهبي عقيده ، هيلو او تذویراتی صف بندۍ اډانه دي۔د شورو په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري بيان له مخې د تركيې فضائیه کمانډر جنرل ضیاء کیمل کادیوګلو په مشرۍ كښې د اعلیٰ پائې پلاوي د پاك فضائیه مشر سربراہ ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو سره ملاقات کړے۔ ائیر هيډ کوارټرز ته په رسيدو د پلاوي هركلے وكړے شو۔ ملاقات كښې د سيمه ايزي سلامتيا په بدل شوي ماحول، په روانه دفاعی مرسته كښې په پیشرفت او د جدید جنګ په څانګو كښې د شريك شمولیت په امکانات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔هيډ كوارټر ته په راتګ د پاك فضائیه چټك ډلې د تركيې فضائیه کمانډر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د ملاقات په مهال د پاك فضائیه مشر د پاکستان او ترکیې ترمينځه د ورورولۍ په اړيكو رڼا واچوله كومي چې په شريكو مذهبي عقائدو ، هيلو او تذویراتی صف بندۍ اډانه دي او كومې چې دواړه هېوادونه يو بل ته نزدې كوي۔د ترکيې فضائیه کمانډر د ائیر هيډ کوارټرز اسلام آباد دورہ د دواړو هېوادونو سټریټجک مرستي زياتولو، دوه اړخيزه دفاعی اړيكو ته ودې وركولو او د پاکستان او ترکیې وسله والو ترمينځه د كوټلو ادارہ جاتی اړيكو ودې له د شريك عزم علامت وګرځوله۔