د قامي اسمبلۍ غړي مير جمال خان رئيساني د سرياب روډ ځان مرګي بريد غندنه وكړه

كوئټه ۔ 3 ستمبر (اےپي پي) د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال رئيساني په سرياب روډ د شوې ځان مرګې چاودنې غندنې كولو سره دا د انسانيت په ضد سنګين جرم ګرځولے دے۔ خپل جاري بيان كښې ده ووئېل بې ګناه وګري په نخښه كول نه بخښونكے او بزدلانه فعل دے ۔ ده وئوېل داسې بريدونه نه يوازې بې ګناه خلق وژني بلكې د امن او ترقۍ عمل هم متاثره كوي۔ ده د قامي ٬ صوبائي حكومت او د قانون نافذ كوونكو ادارو نه غوښتنه وكړه چې د چاودنې په شا لاس لرونكو په ضد په زړه پورې كاروائي وكري او د اولس ځان او مال تحفظ باوري كړي۔ ده د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر ښه كېدو لپاره يې دعا وكړه۔