مير ضياﺀ الله لانګو په شاهواني ستېډيم كوئټه كښې د چاودنې غندنه وكړه

كوئټه۔ 03 ستمبر(اےپي پي) د بلوچستان عوامي پارټي مركزي نائب صدر او د بلوچستان پخواني داخله وزير مير صياﺀ الله لانګو د كوئټه شاهواني ستېډيم سره نزدې د بي اين پي په جلسه د شوې چاودنې غندنه كړې ده۔ هغه ووئېل بې ګناه وګري وژونكې ترهه ګر د كوم رعايت مستحق نه دي٬ ده ووئېل ترهه ګر په صوبه كښې د يرې خپرولو او د ترقۍ مخ نيولو ناوړه هڅې كوي خو د بلوچستان اولس به پخپلو حوصلو او يووالي د دښمن سازشونه ناكامه كوي۔ ده ووئېل د شاهواني سټېډيم سره نزدې د بي اين پي جلسه كښې چاودنه كښې د قيمتي ځانونو زيان قامي سانحه ده۔ ده ووئېل د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او خواخوږۍ څرګندونه كوو۔