
اسلام آباد 03 (اے پی پی)د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے) نېشنل ايمرجنسيز آپرېشن سينټر پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬كشمير او ګلګت بلتستان كښې راتلونكو 12 نه تر 24 ساعتو په مهال بارانونو خبردارے جاري كړے ۔سيلابي سيمو كښې سېلابي صورتحال٬خوړونو كښې سېلاب او غرئيزو سيمو كښې د خاورو كمرو رالوېدو اندېښنه ده۔د شورو په ورځ اين ډي ايم ميډيا ونګ څخه جاري شوي بيان له مخې د خېبرپښتونخوا په بېلو سيمو كښې د راتلونكو 12 نه تر 24 ساعتو په مهال دمه په دمه د باران امكان دے۔چترال٬دير٬سوات٬بونير٬ايبټ آباد پشمول نورو سيمو كښې د باران پيشګوئي شوی۔سېلابي سيمو كښې د سيلاب صورتحال٬خوړونو كښې د سېلاب او غرئيزو سيمو كښې د خاورو كمرو رالوېدو اندېښنه ده۔د پنجاب په شمالي ختيزو سيمو پشمول ګوجرانواله٬لاهور٬سيالكوټ٬جهلم٬ناروال او نورو سيمو كښې سخت باران كېدې شي ۔ښارنو او كلي والو سيمو كې د سېلاب صورتحال رامخې ته كېدو اندېښنه ده۔ګلګت بلتستان او د آزاد كشمير بېلو سيمو كښې د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د باران امكان دے ۔ګلګت٬هنزه٬سكردو٬نيلم٬مظفرآباد٬راولاكوټ پشمول نورو سيمو كښې د باران پيش ګوئي شی د۔اين ډي ايم اے اولس ته خبردارے وركړو چې د خاورو كمرو رالوېدو او خوړونو كښې د سېلاب اندېښنه ده٬د سفر كولو نه وړاندې موسمي صورتحال معلوموئ۔