وزيراعظم شهباز شريف د چين او پاکستان ترمېنځه بزنس ټو بزنس سرمايه کارۍ ته ودې وركولو لپاره د چين اعليٰ کاروباري شخصيات سره وليدل، په هېواد كښې سازګار کاروباري ماحول وركول او صنعتي شراکت داري آسانولو لپاره د عزم څرګندونه

بيجنګ 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په هېواد كښې سازګار کاروباري ماحول وركولو او صنعتي شراکت داري آسانولو لپاره د عزم څرګندونې سره وئيلي دي صنعتي مرسته د پاکستان او چين ترمېنځه د اقتصادي مرستې او د سي پېك په دوېم پړاٶ كښې د اعليٰ معيار د پرمختګ مهمه ستن ده، خاص سرمايه کاري سهولت کونسل د سرمايه کاري تندولو، خنډان لرې كولو او بزنس ټو بزنس مرستې مضبوطولو لپاره مهم پلېټ فارم دے، خاص اقتصادي زونز كښې د چين سرمايه کارۍ كښې اضافه به نه يوازې د پاکستان اقتصادي پرمختګ او د روزګار موقعې راپېدا كولو كښې مرستياله وګرځي بلكې دې سره به سيمه ايز پرمختګ، جدت او د مشترکه خوشحالۍ د محرك په توګه د سي پېك وژن ته هم وده ترلاسه شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د چين پاکستان ترمېنځه بزنس ټو بزنس سرمايه کارۍ ته ودې وركولو لپاره د چين اعليٰ کاروباري شخصيات سره په ملاقات كښې كړې٬ په تيانجن كښې د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو غونډه كښې د ګډون نه وروستو وزيراعظم په بيجنګ كښې د چين د سر كاري كاروباري ادارو سينئر ايګزيکټوز سره د لوړې كچې ملاقاتونه وكړل چې پكښې د ټيکسټائل، انفارميشن ټيکنالوجۍ، زراعت، صنعت، کان کنۍ او د معدنيات، سړک او د ډيجيټل رابطو ، د اي کامرس او د خلائي ټيکنالوجيز پشمول په نورو څانګو كښې مرستې زياتولو ته پام وګرځولے شو۔ د ملاقاتونو په مهال وزيراعظم د پاکستان د معيشت مستحکم او مضبوطولو لپاره د حکومت لخوا د پورته كړو جامع اصلاحاتي اقدامات ذکر وكړو چې پكښې سرمايه كارو لپاره ټيکس مراعات، د چين وګړو لپاره آسان ويزه پاليسۍ او په سفر او کاروبار كښې اسانۍ زياتولو لپاره په لويو هوائي مېدانونو مخصوص بوتھس جوړول شامل دي۔ ده د خاص سرمايه کاري سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) د لارې معاشي ترقۍ لپاره د پاکستان په عزم رڼا واچوله كوم چې سرمايه کاري تندولو، خنډان لرې كولو او بزنس ټو بزنس مرستې مضبوطولو لپاره مهم پلېټ فارم دے۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې صنعتي مرسته د پاکستان او چين ترمېنځه د اقتصادي مرستې او د سي پېك په دوېم پړاٶ كښې د اعليٰ معيار د پرمختګ مهمه ستن ده۔ ده د چين ادارو ته بلنه وركړه چې په خاص توګه صنعتونه خاص اقتصادي زونز ته منتقل كولو لپاره ھغوي پاكستان د خپلې ترجيحي سرمايه كارۍ منزل وګِڼي۔ ده ووئيل پاکستان هنرمند او د كم لګښت افرادي قوت، صنعتي پيداوار كښې مسابقت لپاره د كم لګښت خام مال وركولو او سيمه ايز او نړيوال ماركيټ سره ستراتېژك رابطو سره يو ځانګړې تقابلي ګټه وړاندې كوي۔ وزيراعظم د چين کاروباري شخصيات له باور وركړو چې پاکستان د سازګار کاروباري ماحول وركولو او صنعتي شراکت داري آسانولو عزم لري۔ ده ووئيل د پاكستان خاص اقتصادي زونز كښې د چين سرمايه کارۍ كښې اضافه به نه يوازې د پاکستان اقتصادي پرمختګ او د روزګار موقعې راپېدا كولو كښې مرستياله وګرځي بلكې دې سره به سيمه ايز پرمختګ، جدت او د مشترکه خوشحالۍ د محرك په توګه د سي پېك وژن ته هم وده ترلاسه شي۔