
بيجنګ 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د تاجکستان صدر امام علي رحمان د تجارت، سرمايه کارۍ، توان، سيمه ايزه سلامتيا او د كلتور پشمول بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو اتفاق كړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د تاجکستان صدر امام علي رحمان سره د چين په پايه تخت بيجنګ كښې ليدلي٬ دواړو مشرانو د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه د شريكې دلچسپۍ په ټولو څانګو كښې په جاري مرسته د اطمينان څرګندونه كولو سره تجارت، سرمايه کارۍ، توان، سيمه ايزه سلامتيا او د كلتور پشمول بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو اتفاق كړې٬ دواړو مشرانو په مشترکه كلتوري، تاريخي او مذهبي رشتو كښې تړلے د وروڼو اسلامي هېوادونو پاکستان او تاجکستان ترمېنځه اړيكې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلې كړې او د مشترکه اهميت په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو ئې هم د خيالاتو څرګندونه كړې۔