وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري سره د قازقستان سفير يرژان کِسټافن وليدل

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري سره د قازقستان سفير يرژان کِسټافن ليدلي۔ د نهې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې په ملاقات كښې دواړو ډلو د ميري ټائم په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته په پراختيا وركولو كښې د دلچسپۍ څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې د پاکستان او قازقستان د بندرځايونو د لارې د تجارتي مرستې په زياتولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔