د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د سېلاب ځپلې سيمو صورتحال په اړه د جاج غونډه، اړوند ادارو ته په ځپلې سيمو كښې د مواصلاتو او بجلۍ د ترسيل نظام په سمدستي توګه د بحالولو امر وكړو

بيجنګ 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې اېن اېچ اے او د توان وزارت دې په سېلاب ځپلې سيمو كښې د مواصلاتو او د بجلۍ د ترسيل نظام په ترجيحي بنيادونو بحالولو لپاره اقدامات وكړي، د سېلاب په سبب د بې دركه شوې وګړو دې زر لټون وكړې شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په بيجنګ كښې وزيراعظم څه وخت لپاره خپل مصروفيت پرېښودلو سره د سېلاب ځپلو سيمو د صورتحال په اړه د جاج د غونډې مشري وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم امر وكړو چې د سېلاب ځپلې سيمو بحالۍ لپاره دې وفاقي حکومت، صوبائي حکومتونه او ټولې اړوند ادارې يو بل سره بشپړه مرستې سره كار جاري وساتي۔ وزيراعظم په هېواد كښې د پشكال د روان لوي سپېل په مهال اېن ډي اېم اے او د رېسكيو او ريليف نورو ادار و ته د تيارۍ او د مرستې د كاروائيو نګرانۍ لپاره خپل مصروفيات ګهړۍ شېبې لپاره ترك كړي۔ په غونډه كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن، د پنجاب، سندھ او خېبرپښتونخوا چيف سيکرټريز او د مرستې كاروائيو لپاره اړوند ادارو وزيراعظم په هېواد كښې د سېلابي صورتحال او د مرستې د كاروائيو د پېشرفت په اړه خبر كړو۔ وزيراعظم د غونډې په مهال د سېلاب ځپلې كورنيو مرستې٬ د دوي محفوظ ځايونو ته منتقلي او د ځپلې انفراسټركرچ بحالۍ لپاره وفاقي حکومت، صوبائي حکومتونه او ټولې اړوند ادارې يو بل سره بشپړه مرستې سره كار جاري ساتلو امر وكړو۔ ده اړوند چارواكو ته په پنجاب او سندھ كښې د صورتحال صورتحال له مخئ د بحالۍ او مرستې كاروائيو ته د خاص پام ګرجولو٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمين ته صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټيز سره په رابطه كښې د پاتې كېدو او صوبائي حکومتونو سره د هر ډول معاونت كولو او د سېلاب له امله د بې دركه شوې وګړو د لټون امر وكړو۔ وزيراعظم دې په دې موقع د بريفنګ په مهال د دريائے راوي، چناب او ستلج د سېلابي صورتحال د نګرانۍ٬ د سېلاب په سبب د ډېمز او د بيراجونو د ريګوليشن نه خبر كړو۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، سيد محسن رضا نقوي، عطاء تارړ د اېن ډي اېم اے چېئرمېن او د اړوند ادارو لوړ پورو د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو۔