سېلاب ځپليو سيمو ته دې خوراكي توكي ورسولې شي ۔ د سينيټ چيئرمين انتظاميه ته امر

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني انتظاميې ته امر كړے دے چې سېلاب ځپليو سيمو ته دې خوراكي توكي او نور ضروري څيزونه ورسولې شي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې سيد يوسف رضا ګيلاني شيرشاه، ملتان كښې د سېلاب ځپلو د كېمپس دوره وكړه٬ په دې موقع د قامي اسمبلۍ غړې سيد عبدالقادر ګيلاني او بيرسټر مدثر حسېن شاه هم دوي سره وو۔ ده د سېلاب ځپلو په كېمپس كښې د طبي سهولتونو هم جاج واخستو او ځپلې كسانو سره ئې ملاقات هم وكړو٬ دوي څخه ېې د دوي ضرورتونه هم معلوم كړل۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ضلعي انتظاميې ته امر وكړو چې سېلاب ځپليو سيمو ته دې خوراكي توكي او نور ضروري څيزونه ورسولې شي