د بونير په پير بابا او خوا اوشا سيمو كښې طوفاني باران ٬ اوبه كورنو ته ننوتې٬ ريسكيو 1122

پېښور 02 ستمبر (اے پي پي) د بونير په پير بابا او خوا اوشا سيمو كښې د طوفاني باران له امله اوبه كورنو ته ننوتلې دي ٬ په جوماتونو كښې د وتلو اعلانونه شوي۔ د رېسكيو 1122 له مخې په بونېر كښې د باران په سبب اوبه بازار ته وختلې ٬ په بونېر كښې هنګامي صورتحال پېدا شوې، خلق خوندي ځايونو ته منتقل شوې دي٬ په خوړونو كښې سېلابي صورتحال دے او د اوبه جريان تر خطر ناك حد زيات شوې۔ د وزيراعلي علي امين ګنډا پور په امر ضلعي انتظاميه هائي الرټ شوې٬ د بونېرډپټي کمشنر وېنا ده چې د پرله پسې بارانونو په سب د سېلاب خطر زيات دے