
بيجنګ 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د روسيه صدر ولادي مير پيوټن تجارت ته د ودې وركولو پشمول بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخَيزه اړيكې قوي كولو د عزم پخلے كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف او د روسيه صدر ولادي مير پيوټن ترمېنځه ملاقات شوې٬ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار،د پوځ سر لښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزيران احسن اقبال، محسن نقوي، عطاء تارړ، سېنېټر اورنګزيب او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود ٶ۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف ووئيل دا ملاقات د تېر كال جولائي مياشت كښې په آستانه كښې له شوي ملاقات څخه وروستو كيږي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او د معيشت په څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره جدي او په زړه پورې هڅې روانې دي۔ تېر كال په دوه اړخيزه تجارت كښې اضافه شوې، مونږ د روسيه نه تېل درآمد كړي چې ورسره دوه اړخيزه تجارت زيات شوے، په تېرو څو كلونو كښې د دواړو هېوادونو اړيكې قوې شوې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې په آستانه كښې د ملاقات نه وروسته د دواړو هېوادونو پلاويو د يو بل د هېواد دوره كړې،روسه سره د تجارت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې همكارۍ كښې خوښي لرؤ او په دې لړ كښې زراعت، آئرن، سټيل، توان او د ټرانسپورټ په څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره په بېلا بېل پروټوکولز لاسليك هم شوے دے۔ د دې نه علاوه بېلاروس، روسيه، قازقستان ،ازبکستان، افغانستان او د پاکستان ترمېنځه کورېډور لپاره هم پېشرفت شوے دے، دا به يو ډېر اهم کورېډور وي٬ دې څخه د دې خبرې عكاسي كېږي چې د دواړو هېوادونو د عزم په سبب به دوه اړخيزه اړيكې مضبوطې شي۔ ده ووئيل روسيه سره دوه اړخيزه اړيكې وخت سره سره مضبوطېږي٬ د روسيه په دوره كولو به خوشحاله شم۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاکستان په ملاتړ او په منطقه كښې توازن پېدا كولو لپاره ستاسو اقدامات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل پاكستان هند سره د روسيه د اړيكو احترام كوي خو روسيه سره خپلو اړيكو ته وده وركولو كښې هم خوښې لري، دا اړيكې به د منطقې پرمختګ او سوكالۍ لپاره ګټورې ثابت شي۔د روسيه صدر ولادي مير پيوټن ووئيل وزيراعظم شهباز شريف سره په ملاقات خوشحالېږم، زمونږ تېر ملاقات يو كال وړاندې د اېس سي او كنفرنس په مهال په آستانه كښې شوې ٶ، پاکستان عمر له په اسياء كښې زمونږ روايتي شراكتدار پاتے شوے دے او د دواړو هېوادونو اړيكې قوي كېږي او په تېر ملاقات كښې هم د دوه اړخيزه اړيكو په قومي كولو سلا راغلې وه۔ په دې لړ كښې پېشرفت روان دے ٬ مونږ له به په تجارت كښې اضافه باوري كول وي او د دې خبرې به جاج اخستل وي چې څنګه د تجارت په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كړې شي۔ ده ووئيل پاکستان سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول غواړؤ ، پاکستان سره روسيه په زړه پورې اړيكې لري۔ د روسيه صدر ووئيل پاکستان قدرتي آفتونو سره مخ دے او مونږ هيله لرؤ چې ستاسو په مشرۍ كښې به پاكستان په ټولو مشكلاتو قابو ومومي، مونږ د سېلاب په سبب په شوې زيانونو د پاكستان اولس سره د زړه له كومي غمرازي كوٶ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو په پارلماني كچه هم يو بل سره رابطې دے، په نړيوال فورم هم پاکستان او روسيه يو بل سره مرسته كوي، پاکستان دا مهال د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غېر مستقل غړے هېواد دے٬ ملګري ملتونه يو اهم پلېټ فارم دے او د دې د فرېم ورك له مخې زمونږ رابطې برقرار دي۔ ده ووئيل په نومبر كښې د اېس سي او د فرېم ورك له مخې د حكومتي مشرانو غونډه كېدونكې ده مونږ په دې كښې تاسو ته د ګډون بلنه دركوٶ۔