د چين روسي وګړو له د ويزه فري پاليسۍ عملي كولو پريكړه

بيجنګ 02 ستمبر (اے پي پي) چين د روسيه وګړو لپاره د ازموئنې په توګه يو كال لپاره د ويزه فري پاليسۍ عملي كولو پرېكړه كړې ده كومه به چې د روان كال 15 ستمبر څخه پېل شي او د راروان كال 2026 تر 14 ستمبر به دوام لري۔ د شنهوا له مخې دا خبره د چين د خارجه وزارت وياند ګو جياکون د نهې په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔ ده ووئيل د دې پاليسۍ له مخې د روسيه عام پاسپورټ لرونكي وګړي كوم چې کاروبار، سېلګرۍ٬ خپلوانو او ملګرو سره ملاقات، اېکسچېنج وزټ يا ټرانزټ لپاره چين ته راځي٬ دوي به 30 ورځو لپاره د وېزې نه غېر چين ته داخلېدې شي۔ ده زياته كړه چې چين د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د تبادلې سهولت پېدا كولو ته ډېر اهميت وركوي او په اولسي كچه د رابطو قوي كولو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل مونږ د روسيه د وګړو هركلے كوٶ ٬ ھغوي دې زيات نه زيات شمېر كښې د چين دوره وكړي۔