د بلوچستان وزيراعلی مير صادق سنجراني سره د پلار په مړينه خواېشيني اوښودله

كوئټه 02 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د سېنېټ پخواني چيئرمېن مير صادق سنجراني سره د پلار آصف خان سنجراني په مړينه غمرازي كړې۔ په دې موقع خپل بيان كښې ده ووئيل چې خان آصف خان سنجراني يو معزز، نيك سيرت او باوقار مشر ٶ٬ د ارواښاد ديانت او ساده مزاج به تر اوږدې مودې ياد ساتلے شي۔ ده د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا او غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه۔